
دريځ: مشفق حريت مل
مشفق حريت مل
نه د نظام کوم ملاتړ نه د پاچا ملګری
چې څوک په حقه دي زه يم د هغه چا ملګری
په دربارونو کې له خلکو نه چاپلوس جوړيږي
نو ځکه زه ښه يم د خوار او د ګدا ملګری
راته ده هيڅ د فرعونيانو مصنوعي اژدها
چې خدای راکړی دی موسی کليم الله ملګری
زما په فکر تبليغاتو هېڅ اغيز ونه کړ
نو ځکه نشوم د درواغو د پاچا ملګری
مونږ د ثواب له پاره لاره د ثواب نېولې
خو دا ګناه ده چې زه شمه د ګناه ملګری
ما په هغه ورځ هم په خلکو غاړه خلاصه کړه چې
دا سړی زمونږه نه دی، دی د امريکا ملګری
د ستا ناټو ستا ايساف هم دلته نه چليږي
دلته مات شوی د ګورګين او د وارسا ملګری
د مظلوم کړيکې زړه کي پړق شي د برېښنا په شانته
خو يم حيران چې ته یې څنګه د خندا ملګری
ګرانه وطنه ستا په حال مې له زړه کړيکې خيږي
د پردو ډېر شول خو هيڅوک نشو د ستا ملګری
مشفقه ښه يمه په خپل دريځ ترې وابه نه وړم
راته پېغور به شي که شمه د بل چا ملګری