افغانستان

ګډ حکومت د طالبانو د اپلیکیشن په لرې کولو له ګوګل مننه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۱۶مه ۱۳۹۵ل): ګډ حکومت د ګوګل انډرایډ څخه د طالبانو د اپلیکیشن په لرې کولو له ګوګل شرکت مننه کړې او دغه شرکت سره په اینده کې د همکارۍ لپاره تیاری ښودلی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت ویاند محمدیاسین صمیم د ګوګل څخه د طالبانو د اپلیکیشن لرې کول د «ترهګرۍ سره د مبارزې» لپاره اساسي کار بللی دی.

«دا چې د ګوګل شرکت د طالبانو تبلیغاتي اپلیکیشن د خپلې پاڼې څخه لرې کړ، د ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې اساسي کار دی».

طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د ګوګل په انډرایډ سستم کې د «الاماره» په نوم اپلکیشن فعال کړ چې په لږه موده کې یې ډير کسان جذب کړل.

د ګوګل یو ویاند د اپلیکیشن تر فعالیدو دوه ورځې وروسته بلومبرګ په نوم یوې رسنۍ ته څرګنده کړه چې ګوګل د طالبانو اپلیکیشن له خپلې پاڼې څخه حذف کړی دی.

د طالبانو دغه پروګرام د طالبانو رسمي اعلامیې، ورځېني خبرونه، د طالبانو تبلیغاتي ویډیوګاني او ترانې خپرولې.

طالبان د ټولنیزو رسنیو څخه د خپلو تبلیغاتو لپاره پراخه کار اخلي او د دغې لارې عکسونه، ویدیوګانې او خپل پیغامونه په اسانۍ سره خپروي.

په تېرو نېږدې لسو کلونو کې لسګونه ځل د طالبانو ویبسایټ، فیسبوک، ټویټر او نورې پاڼې حذف شوي دي خو ددغې ډلې د رسمي او غیر رسمي کارکوونکو لخوا بېرته فعالې یا نوې جوړې شوي دي.

تر دې دمه طالبانو رسما د ګوګل څخه د دوی د اپلیکشن د حذفېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ګوګل د اشغالګرو د میدیا مهم اړخ تشکیلوی او د کابل غلامه اداره د اشغالګرو میرمنی دی نو د اشغالګرو میدیا چه د هغو د میرمنو د پاره ونه کارول شی د چا د باره به یی کاروی ، دا چه تر اوسه یی دا کار نه وو کړی د حیرانتیا خبره ده ، بیا په دغه غلاماه اداره شاباسی وایم چه به دی اړه یی مخکی فکر شوی نه دی دا کار ښه دی چه بی کفایته او بی سواده دی که نه دا ورته ښه وسیله وه چه طالبان یی په اشغالګرو ورتپلی وی ګوری !!!! طالبان د… نور لوستل »

م ص

اللهم انصر الاسلام والمسلمین والمجاهدین فی کل مکان! وایې پيریانو ته غزنی څه شی ده؟ شیطان که یو مسلمان په مکروه عمل مبتلا کړي نو ډېر خوښ شي د ځان لپاره یې غنیمت ګڼي. د امریکا مزدور قراردادیان به نو څنګه تری مننه نه کوي. دوی پکښي د خپل پایښت ورځو ډېروالی ګوری ولی نه پوهیږي که زر کاله هم ژوند وکړي بیا هم الله ته ورتلونکي دي، او د الله لاری مجاهدینو ته به الله نوری نوری لاری وښيي. والذین جاهدوا فینا لنهدینهم سبلنا! اوس نو څوک شته چې د الله دغه چلنج سره ډغری ووهي؟ د مجاهدینو پری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x