شعـــــرونه

فدايي – بلینډه بدرۍ

بلینډه بدرۍ

ای زما د ژوند ملګریه
د ماڼیو په ښارو کې
داسې چوپ او داسې ورک یې
چې دې پته پلو نشته
دومره نه وایې ظالمه
چې په نوم باندې دې ناسته
د راتلو لارې دې ګورم
خو ته داسې ټپو ټوپ یې
لکه وړی دې کاپیرې
چا زیړ څڼې جینې زړه وي

ای زما د ژوند ملګریه
ته خبر یې او که نه یې؟
چې جذبو بغاوت کړی
ولولو دې اور اخيستی
د تن وینې یاغي شوي
مرګ دی دومره سور اخستی
چې شیبه انتظار سخت دی
له ژوندون سرور وتلی
هره شپه وي ډلې ډلې
د ژڼکیو سرښندیانو
چې لا ډیر يې ماشومان وي
لا يې خط راغلی نه وي
پنځه ډزي پرې درانه وي
خو بیا هم وي راوتلي
په دې کم عمر له کوره
پټ له موره پټ له خوره
ځينو ځینو بیا تړلي
وي په ځان پورې بمونه
د تکبیر نارې یې خولو کې
ګړندي اخلي ګامونه
چې له کومې خوا رادرومي
خدایزده کوم لور ته روان وي
غلی غلی انقلاب دی
ورو په ورو خلک پاڅیږي
ټول جهان سره یې جنګ دی
خدای خبر چې څه به کیږي؟

خو زما د ژوند ملګریه
د پرون ورځې راهسې
ما دي دومره ډیر ژړلي
چې مې اوښکې شوې تمامې
که په زړه دې وي د کلي
د ها بر اړخي په خوا کې
یوه جونګړه وه د کونډې
یو سپینکی شانته یې زوی و
یره ستا په وخت ماشوم و
خو اوس ګل په شان رالوی و
لیونیه په ما ګرانه
زه وم ناسته په چینه کې
له سهار ورځه درنه وه
لا راغلې جونه نه وې
زه شوم لږه ورته تمه
زړه مې ستړی پښې مې شلې
هم په سر کې مې تړکا وه
یو غزل مې هم نیمګړی
نو منګی مې راپه سر کړ
بس د کور په لوري تلمه
لا مې پل اخستی نه و
چې یو غلی غوندی غږ شو
یو سلام په حلق کې نغښتی
یو له ژربه ډک اواز و
ما هر لوري ته نظر کړ
د ها توت د ډډې خواته
ځوړند سر یو څوک ولاړ و
تورې غیږې غیږې څڼې
په سپین مخ ېې راځوړندې
ما وې څوک یې څه دې کار دی؟
دا نو کوم خیل ته پښتو ده
چې پردیو جینکو ته
د ګودر خوا کې راپټ یې
ده ویل هی مه وایه داسې
ما خو کله هم په ژوند کې
دا احساس و کړی نه دی
چې به تاته پردۍ وایم
ما کاته پسې ترخه کړل
لا مې ټنډه کړله تروشه
دوه قدمه ورنيږدې شوم
چې یو کاڼی پسې واخلم
مخ او سر ورله ورمات کړم
ده کړې سترګې غلې پورته
پکې وینې ځلیدلې
سپین سپیڅلی شانې مخ یې
ترینه نور راوریدلو
وړه خوله او ښکلی پوزه
غټې غټې تورې سترګې
لا ېې شونډه توره نه وه
لا یې خط راغلی نه و
لا ماشوم لکه نرګس و
زما پشانې هسې دنګ و
تا به وې چې زوی د حورې
له جنته دی راغلی
ویل یې زړه کې مې ارمان و
له سهار راهیسې ګرځم
خو ګودر کې به ته ناسته
وې د ټولو جونو مینځ کې
نو به زه شوم پښه نیولی
زه د ستا د یوې همزولې
ها یتیمې جینۍ ورور یم
ما ویل، وې به خدای دې مل شه
که په ځان دې پیرزو نه وي
چې منګی په ځمکه کیږدم
او تیره کاڼی راواخلم
مخ او سر درله درمات کړم
نو بس درومه ګام دی لوی که
دی مغرور شانې مسکی شو
له ځان هاخوا یې څادر کړ
واړه ډک و له بمونو
یو څو پله رانیږدې شو
په یو رپ مې اروا لاړه
زه ګونګۍ شانې ولاړه
زما سترګې په بمونو
یې شوې پاتې رډې بډې
ده څه ووې راته غلي
خدایزده څه یې راته ووې
خو غوږو کې مې دم نه و
چې یو ټکی خو یې واورم
زه په خلاص مخ ورولاړه
لکه بت پلو مې هیر و
ده بیا ووې راته غلي
خدای خبر چې څه یې ووې
ما د زړه په زور ایله بس
دا خبره ورته وکړه
چې ستا عمر ته چې ګورم
لا د لوبو وتی نه یې
نو دا دومره ډیر بمونه
کوم ظالم دي درتړلي؟
ده په لور د هدیرې زر
خپلې سترګې واړولې
یو شیبه شو غلی پاتې
خپل له قهره ډک نظر یې
په شنو سرو جنډو راتیر کړ
ویل بدرۍ تر څو به ګورم
هره ورځ جنډې زیاتیږي
په دې کوزه هدیره کې
لا تر څو به نو زه اورم
هره ورځ کلي ورانیږي
د وطن هره دره کې
نور مې څه په لاس کې نشته
بس همدا به مې نو وس وي
چې بمونه مې تړلي
ما څه وې ده زر راووې
که شهید شومه ای میرې
نو په زړه به مې ارمان وي
یوه ټپه خو راته وکه
ما و درې ځل درته ووې
چې د ژوند د پای شیبې دي
یوه ټپه که راته وکړې

زما سترګې ډکې ډکې
حلق مې وچ له ډیره درده
خو په زړه مې شوه خبره
چې خواهیش د هاغو خلکو
جلادانو هم منلی
چې په دار راځړل کیږي
چې شیبې د زندګۍ یې
وي تمامې نور مړ کیږي
نو مې غاړه راتازه کړه
ده ګمان د یوې ټپې کړ
څه مسکي شانته کتل یې
خو ما هاغه مناجات چې
د جمعې په شپه یې وایم
ها چې ژاړي ورته ستوري
کاینات واړه ګونګي کړي
ها چې غوږ غوږ واړه چم وي
ها چې ژڼي ورته ناست
سر په زنګون وي غلي پلي
ها چې جونه په سلګو کړي
غلی غلی چې راویښ کړي
شور د سوو دعاګانو
او چې ټول خلک مین کړي
د جنت په رڼاګانو
په هماغه زړه راښکونکي
ترنم مې ورته پیل کړ
خو زما د ژوند ملګریه
لا مې یو پړاو تمام و
بس له بدره په وتو وم
لا احد ته تللې نه وم
قادسیه وه ډیره لرې
چې سلګۍ مې تر غوږو شوې
ما چې وغړولې سترګې
دی د توت ډډې ته ناست و
په سپین مخ ېې اوښکې دارې
راروانې لارې لارې
زه هم چوپه شوم له درده
مناجات مې پوره نه کړ
ده راپورته کړلې سترګې
ویل یې ولې شولې غلې؟
زما زړه داسې راډک شو
چې غوښتل مې چیغې وکړم
تندی ووهم په کاڼو
دی راپاڅیدلو غلی
زنګیدې ترې تورې څڼې
ویل بدرۍ که زه شهید شوم
نو مې یاد لره ټپو کې
ته ما یو ځل وې لیدلې
نو له هاغه وخت مې زړه کې……..
………
څه ېې وې خو غلی څک شو
په تندي یې کرښې راغلې
یوه مغروره شان مسکا یې
په سورکو شونډو شوه تیره
ګام یې واخیست او په تلو و
ما وې څه دې ویل ته وایه
ده ګام لوی کړ او په تلو شو
ویل یې زړه کې داسې ښه ده
او بدرۍ د ښکلا میرې
تسلي مې خور ته وکړه
څو قیصې د پاک قرانه
زما کونډې مور ته وکړه
زه بس ځم کاروان تیریږي
د کاپرو پیرنګیانو
یو څو وژنم، یو څو سوځم
لاس او پښې یې پرې کومه
دوی لوټ کړي عزتونه
ډیرې میندې یې کړې بورې
ترینه سترګې اوباسمه
هسې نه چې رانه تیر شي
نامراده به شم پاتې
ده ګامونه ګړندي کړل
ما په زوره ورنارې کړې
چې لږ تم شه ننګیالیه
میړنیه، توریالیه
ده رواکتل په بیړه
راختلی یې زړګی و
ما منګی له سر ګذار کړ
او په منډه ورنیږدې شوم
په تندي باندې مې ښکل کړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x