سعودي: د يمن په اړه مذاکراتو کې «پرمختګ» شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۱۷مه ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير عادل الجبير وايي، چې د يمن په اړه مذاکراتو کې پرمختګ راغلی او «ډېر ژر» به د نورو پرمختګونو په اړه خلکو سره معلومات شريک کړي.

ښاغلي جبير ټينګار وکړ، چې هېواد يې په يمن کې هېڅ ګټې نه لري او يوازېنۍ موخه يې دا ده، چې دغه هېواد کې قانوني حکومت قايم شي.

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير پلازمېنه رياض کې خپل نيوزي لينډي سيال سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د حوثيانو يوه ډله اوس د خبرو لپاره سعودي عربستان ته راغلې او خبرې د ښه والي پر لور روانې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې ډېر ژر به د يمن سوله‌ييز حل په اړه د رسنيو له لارې خلکو ته خبر ورکړي.

عادل الجبير ټينګار وکړ، چې د يمن ښکېلو اړخونو د مذاکراتو په اړه په راتلونکو ورځو کې په کويت کې غونډه جوړيږي او زياته يې کړه، چې دغه غونډه به د ملګرو ملتونو د منشور له مخې پرېکړه کوي.

«سعودي عربستان هڅه کوي، چې يمن د جګړې له حالته راوباسي او دغه هېواد کې امنيت او ثبات راشي.»

يمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اسماعيل ولد الشيخ احمد وايي، چې د يمن په اړه مذاکرات به د اپرېل په اتلسمه نېټه کويت کې وشي.

د ولد الشيخ په وينا په دغه غونډه کې به پر پنځو مهمو موضوعاتو خبرې کيږي: دواړه لوري به له يمن څخه وځي، ياغيان به خپلې وسلې تسليموي، امنيت به خوندي کيږي، سوله‌ييز حل او د دواړو لوريو د بنديانو خلاصولو لپاره به کميسيون ټاکل کيږي.

نوموړي زياته کړه، چې څلورمه موضوع يعنې سياسي حل دا معنا، چې د يمن قانوني حکومت ته به ټولې دولتي موسسې سپارل کيږي او له مخې به يې هېواد کې د امنيت او ثبات لپاره هڅې کيږي.

يمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ويلي، چې د کړکېچ ښکېل اړخونه په دې سلا شوي، چې د اپرېل له نيمايي وروسته به د يو بل پر ضد وسله‌وال عمليات دروي.

د يمن ولسمشر عبد ربه منصور وايي، ولد الشيخ ډاډ ورکړی، چې حوثيانو د ملګرو ملتونو د پرېکړې منلو ته غاړه اېښې ده.

د ملګرو ملتونو په پرېکړه کې راغلي و، چې حوثيان او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلويان دې له ښارونو ووځي او د کودتا په لومړيو کې يې، چې کومې وسلې د حکومت له زېرمو وړي، بېرته دې وسپاري.

د يمن په اړه د ښکېل اړخونو مذاکرات د تېر کال ډسمبر کې جينوا کې شوي وو، مګر بې پايلې ختم شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د