نظــر

څوک راتلونکی نسل ګمراهۍ ته ټېل وهي ، اسلام که سیکولرزم ؟

په کابل کې دنویو سیکولرانو ( وا ګیانو ) ورځپاڼې محور په خپله  وروستۍ ګڼه کې لیکلي دي ، چې دیني مدارس ددوی په باور دافغانستان راتلونکی نسل د(تیارې ) پخوا ټيل وهي .

محور ورځپاڼې  په خپل زعم لیکلي ( ځینې افغان مهاجرې کورنۍ د دغو مدرسو په اړه سخت اندېښمن دي، چې اولادونه یې یوې تیارې ته ټېل وهل کېږي، د ماشومانو د برخې فعالان اندېښمن دي، چې د دغو ماشومانو سربېره د هغو طالب کورنیو ماشومان هم یو بل راتلونکی تیاره نسل جوړوي، چې په جنګي روحیه روزل کېږي او دا یو خطرناک زیګنال دی )

 

دغفور لیوال په مشرۍ کابل میشتي تازه دم سیکولران  چې دوولس کاله په ډالرو پایيدلي او دنبوي حدیث په استناد ( مطعمه حرام  و ملبسه حرام وغذی بالحرام …) اوس دامریکایي ډالر نوشي په مقابل کې هڅه کوي ، دغرب له پوځي شکست وروسته  غربي فکري لعنت (سیکولرزم )ته په فکري برخه کې چوپړ وکړي .

دهمدې لپاره خو دوی روزانه په مختلفو اشکالو د اسلام په مختلفو شعائرو حملې کوي ، کله جهاد  ترهګري بولي ، دیني تعلیم  العیاذبالله ( تیاره ) بولي ، داسلام  دیني علماء ورته  دقرون وسطايي  منحوسو عیسوي پادریانو غوندې ښکاري ، په ږیره  مسخرې وهې ، په پګړۍ ، شرعي لباس ، مسواک او ټولو دیني شعائرو پورې پوزخند وهي ، ترڅو په دې توګه  له دین څخه عامه افکار بیزاره کړي ، او خپلې لادیني نظریې ته میدان چغالي کړي .

ددې لادیني فکر لپاره لکه څرنګه چې دوی په عامو مجالسو ، ناستو ولاړو ، راډیوګانو ، فیسبوک، رسنیزو بحثونو او کانفرانسونو کې کار کوي ، په دې وروستیو کې یې دخپلې ورځپاڼې  محور له لارې هم دلادیني فکر او اسلام ستیزۍ  دترویج لپاره هڅې دوچنده کړې دي .

په دې لیکنه کې زه نه غواړم چې له عنوان کړې موضوع پرته په نور څه وغږیږم ، دلته غواړم ، کابل میشتو معاصرو سیکولرانو ته  ثابته کړم ، چې آیا اسلام او اسلامي تعلیم زموږ ماشوم نسل  تیارې او بربادۍ ته ټېل وهي ، او که ددوی  غربي وارداتي سیکولریستي افکار  ددنیوي او اخروي بدمرغۍ مقدمات دي .

غفور لیوال صاحب ! ستا انډیوالانو په محور ورځپاڼه کې لیکلي ، چې په دیني مدارسو کې افغان ماشومان دتیارې خواته ټیل وهل کیږي ، الحمدلله ددیني مدارسو  نصاب اوتعلیمي سیستم ما له نږدې کتلی ، په دیني مدارسو کې ماشومانو ته  لومړی دالفباء سیپاره  ورښودل کیږي ، له هغه وروسته قرانکریم ، فقه  ، اسلامي عقاید ،ورپسې  مختلف دیني آلي علوم لکه نحو ، صرف ، معاني چې دا ټول دقرانکریم دتفسیر او په حقیقي معنی پوهیدنې لپاره مقدمات او وسائل دي نوځکه ورته  ( آلي ) علوم وایي ، له دې وروسته  ورته عالي علوم لکه  تفسیر او علم الحدیث تدریسیږي ، او په همدې ځای ددیني علم سفر پای مومي .

لطفا تاسو ماته ووایاست ، چې په دې علومو کې کوم یو دتیارې یا ظلمت په خوا رهبري کوونکی علم دی ، ددې ټولو علومو دزده کړې بنیادي مقصد په کتاب الله او سنة رسول الله باندې دپوهیدلو استعداد دی ، چې په دې توګه دټولو علومو رجع بیرته قال الله او قال الرسول صلی الله علیه وسلم ته کیږي ، ایا ستاسو په باور قرآن او حدیث  او دهغوی دزده کړې لپاره ابتدایي علوم سړی تیارې ته  ولې ، که چیرې تاسو په دې باور یاست نو دا خو عیني دکفر او جهالت عقیده ده ، چې باید ورباندې توبه وباسئ .

 الحمدلله په دیني تعلیمي نصاب کې یو حرف هم داسې نشته چې هغه دي زموږ له دیني او افغاني اصالت څخه بغاوت تلقي شي ، په دیني مدرسه کې ماشوم  دایمان او میړانې په روحیه  مؤمن، مخلص ، تقوادار ، غیرتي ، حیاناک ، وطن دوست او مجاهد روزل کیږي ، دا ټول هغه صفات دي چې له پیړیو راهیسې زموږ داولس خواص پاته شوي دي ، نو بناء د دیني مدارسو نصاب  داسلام او افغانیت له ټولو منل شویو اصولو سره سم او هیڅ ډول تخلف او انحراف په کې نشته .

مګر که راشو ستاسو سیکولرانو  تربیې او اخلاقو ته ، ستاسو داخلاقو هیڅ ګوښه هم زموږ داولس له دیني او ملي اساساتو سره اړخ نه لګوي ، ستاسو سیکولر ملګري چې موږ وینو ، نو هغه ټول دینی او افغاني اساسات یې له پښو لاندې کړي ، چې زموږ په هیواد اولس  کې ورباندې یو څوک ( سړی ) بلل کیدای شي او دسړیتوب معیار دي .

ستاسو سیکولرانو دایمان دا حال دی ، چې ظاهرا مو دا درک نه لګیږي چې تاسو په اسلام باور لرئ که یې نلرئ ، ځکه ستاسو ظاهري جوړښت له سره ترپښو دیوه مسلمان په ځای ترډیره  یو غربي کافر ته ورته ښکاري ، ږیره یونبوي سنت دی مګر تاسو هر سهار دمخ پوستکي په بل مخ اړوئ ، پګړۍ درسول الله همیشنی لباس دی ، خوستاسو یې تړل نه دي زده ، کمیس پرتوګ  یو افغاني لباس دی ، مګر تاسو دومره تنګ پتلونان اغوندئ چې حتی دقضای حاجت په وخت کیناستلای نه شئ .

که راشو داعمالو برخې ته ، زه مو چې وینم تاسو لمانځه ته له هغه ورځې وروسته رخصتي ورکړې په کوم ورځ چې طالبان له کابله وتلي دي ، مطلب داچې تر هغه پخوا مو هم دخدای لپاره نه کاوو ، نور فرائض لکه روژه ، زکات ، حج ، جهاد ، ولاء او براء درته هسې تش مفاهیم  او دمزاج کارونه ښکاري ، نوځکه خو بیغمه دکفر په صف کې اتڼ وهئ ، او له پخوانیو کمونیستانو سره  په یوه  موږي  غورځئ .

داخلاقو په برخه کې دتجربې له مخې تاسو نوي سیکولران  دسړیتوب په ترټولولویدلي پوړ کې یاست چې دپخوانیو ټولو بداخلاقانو ریکارډ مو مات کړ .

هغه څه چې  تاسو یې په فیسبوک کې وایاست ، یا په عامه مجالسو کې له یوه بل سره کوم تعامل کوئ ، ددې وړ نه دي چې دلته ولیکل شي ، ځکه دحیاء ، شرم ، غیرت ، ناموسداري ، او عزة النفس په نامه په تاسو کې هیڅ هم نه دي پاته .

غفور لیوال صاحب !  ستاسو یو نږدې انډیوال دی چې نه غواړم دلته یې نوم ذکر کړم ، یوچا یې په قسم قیصه راته کوله ، چې سپین سرې مور یې مریضه وه او په هسپتال کې دځنکدن په حالت کې پرته وه ، یو بل پیژندل شوی سیکولر قلموال یې هم  پوښتنې ته راغلی وو ، او دلته یې په څه شي ټوکې او مسخرې ورسره پیل کړې ، دغه کس وایي چې دټوکو په مهال یې دې بل کس ته چې موږ یي دمریض پوښتنې ته ورغلي وو وویل چې ستا دهغې مرګحالې مور  څه او څه وکړم . . . مګر دې بل دووس دغه فضیحت باره ښکنځا یوازې په  کړسنده خندا باندې واخیسته او هیڅ اغیز یې هم پرې ونه کړ ، زه قسم درته کوم چې دغه خبره له خپله ځانه نه کوم بلکې یوچا په مستند ډول داخبره راته کړې چې په خپله یې داجریان لیدلی ، نو دا ستاسو داخلاقیاتو  کچه او د لادیني تربیې محصول دی ، اوس نو د مدرسې دیوه معصوم او سپیڅلي طالب له اخلاقو سره  دپرتلې په صورت کې خپله  فیصله وکړئ ، چې څوک  زموږ ځوان او ماشوم نسل  دګمراهۍ په خوا ولي .

ایا اسلام اواسلامي تعلیم  زموږ له نسل څخه منل شوي اسلامي او افغاني مفاهیم  او ارزښتونه تروړي ، او که ستاسو سیکولرزم او غربي فکري تربیه  مو له  معصومو ځوانانو څخه  وحشي حیوانات جوړوي ، چې بیا حتی دخپلې مور په ناموس هم ننګ نه شي کولای .

نو سیکولرخېلو ! شاید تاسو ته به خپل تار مرغلین بریښي خو هیڅکله فکر ونه کړئ ، چې دستر او درانه افغان اولس  سایکالوژي هم ستاسو غوندې فاسده شوي ده چې اوس رڼا او تیاره نه پیژني ، افغان اولس ستاسو باطني خبث او فکري چټلتیا ترهرچا ښه پیژني ، افغان اولس چې پخوایي دامان الله خان دلیبرالیزم  او دکمونیستانو دالحاد کرغیړنې تجربې په یاد دي ، ستاسو ډالري سیکولرزم ته هم متوجه دی ، افغانان پوهیږي  چې تاسو همدا اوس په یوه بل پټ جنګ بوخت یاست ، او درګرده لګیا یئ دافغان ځوانانو فکرونه له دین او دیني مفاهیمو تخلیه کوئ ، اولس ستاسو هغه  مزخرف اشعار او ادبیات هم لوستي ، چې  دښځې له صفت او جنسي عشقه پرته  په کې بل هیڅ مفهوم نشته ، بلکې له سوچه ډمتوب څخه نمایندګي کوي .

زما زړه په هغو ناخبره ځوانانو باندې سوزي ، چې لا هم  غفور لیوال ، غضنفر ،  نجیب منلي ، سلیمان لائق  او نورو سیکولرانو او دغرب دفکري جنګ جنګیالیو ته دادبي شخصیتونو په نظر ګوري ، او په دام کې یې نښتي دي ، دغه ځوانان باید په دې پوه شي ، چې دوی ستاسو دفکر او عقیدې دښمنان دي ، ددوی فلسفه په لادینیت او له ژوند څخه دعملي اسلام دویستلو په نظریه استواره ده ، نجیب منلی چې په فرانسه کې یې داسلام دښمنه غربي  مفکرینو نظریات لوستي او هضم کړي دي ، له همدې امله  هره جمعه  ورته په ازادۍ راډیو کې  دلیکچر فرصت ورکول کیږي ، ترڅو دغرب لادیني فلسفې دادبیاتو او اخلاقو په نوم زموږ ځوان نسل ته تشریح کړي  .

په ټوله کې زموږ ځوانان  او عام ولس باید په دې پوه شي ، چې اسلام ،اسلامي علوم او اسلامي فکر دځمکې په مخ یوازینی دنجات ضامن او درڼا په لور رهبري کوونکی دی ، بالمقابل لادینیت او سیکولر افکار هغه که په هره بڼه وي ، انسانان دظلمت او تباهۍ کندو ته غورځوي ، کفر ظلم بلل شوی او دظلم په اړه رسوله الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ( الظلم  ظلمات یوم القیامة ) ظلم دقیامت دورځې تیارې دي .

نوراځئ چې دفکر جهاد وکړو او اولس ته له تیارو څخه نجات ورکړو

ماشومانو ته دغرب تعلیم

معاصر سیکولران په ښوونځي کې کوچنیو ماشومانو ته دناروا عشقبازۍ او مینتوب چل ورښيي ، دوی ماشومان په داسې ډول ګمراه کوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x