شعـــــرونه

غزل: يونس تنوير

يونس تنوير

زه بهر ولاړ یمه دا نه راځي
ننه په ګوګل کې مې سا نه راځي

ژوند هم دلمرمخیو غوندې اوړي تل
داسې چېرې نه دی چې بیا نه راځي

مانه دسکون دایرې ماتې شوې
دا لکه دریا په غوغا نه راځي

څه دی جور، څه ده دجفا کیسه؟
ماله خوپه عشق کې ژړا نه راځي

چارې په عدم کله موقوفې وي
ژوند کې هېڅ فنا او بقا نه راځي

راشه تروږمۍ په بام ولاړ یمه
لاس راکړه سپوږمۍ چې رڼا نه راځي

ته راته خلوت دمیکدې راوړه
مړې اضطراب په خندا نه راځي

هسې دې توبې راپسې راوستې
عشق کې بې لذته مانا نه راځي

پریږدئ د تنویر صوفي مزاجه زړه
دې کې بې له ښکلو نه غلا نه راځي

یونس تنویر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x