نظــر

عطا د بلخ والي، که د افغانستان ټولواک؟

 خوشال درانی

موږ د نورې نړۍ څخه بیخي بېل خلک یو او حکومتولي مو هم د نورې نړۍ سره توپیر لري. په نورو هېوادونو کې ولسمشر، لومړی وزیر، وزیر، والي، لوی څارنوال او د سترې محکمې رییس معلوم وي او هر یو خپل کارونه کوي. یو د بل په کار کې کار نه لري؛ خو ټول د هېواد ګټو ته ژمن وي. د هېواد ګټې ورته د خپل ژوند څخه هم مهمې وي او زیات فکر یې په دې وي، چې څنګه خپل هېواد او هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې کړو؟

زموږ حکومتولي او چارواکي بیا برعکس دي. وزیر د والي دنده پرمخ وړي او والي بیا د ټول افغانستان حکومت ته ګواښ کوي. په ښې حکومتولۍ کې سلاکار د سولې خبرې ردوي او د ستاینلیکونو غونډې جوړوي، د سولې د شورا غړی بیا د دفاع وزیر ټاکل کېږي، د فلمونو متخصص ته د سفارت دنده ورکول کېږي او د ولسمشر مرستیال د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او جګړه رهبري کوي. دلته هر څه سرچپه روان دي او چارواکي هم په ځان ملنډې وهي او په هم په عامو خلکو.

قانون جوړونکي تر ټول ډېر قانون ماتونکي دي او قانون ساتونکي بیا په نورو لارو سر دي. دلته اوس هم خبره د زر او زور ده او څوک چې زور لري، هغه بیا هر څه کولی شي.

د ډاکټر اشرف غني پلویانو به یوه خبره ډېره کوله، چې ډاکټر صیب  ډېر جدي سړی دی او د مالیې د وزارت پر مهال به یې د نوموړي د جدیت خبرې کولې؛ خو تراوسه یې ونه ویل، چې نوموړي کوم داسې کار کړی او یا یې مالیې وزارت په نړیوال معیار برابر کړی دی؟

د جدیت خبره یې اوس هم کېږي؛ خو په تېرو اتلس میاشتو کې د نوموړي جدیت ملت ونه لیده، بلکې تېرې خبرې ورته د هوا ګزول ښکاره شول او ښکاري.

ګډ حکومت لومړۍ تېروتنه دا وکړه، چې د کرزي د وخت ټول والیان او وزیران یې سرپرستان اعلان کړل؛ خو نه یې تراوسه ټول وزیران وټاکلی شول او نه یې والیان پوره کړل. تراوسه کمو  ولایتونو ته والیان ټاکل شوي او زیاتره ولایتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي. د همدغه سرپرستانو له کبله ډېری ځوانان بې کاره دي او د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې ډېریږي.

د بلخ امپراتور عطاء محمد نور ته ځان داسې ښکاري، لکه د ټول افغانستان ولسمشر چې وي. مرکزي دولت له وېرې ورته څه نه وايي او که کومه خبره ورته کوي، نو لومړۍ ورته خوله جینګوي او بیا خبره په بسم الله شروع کوي.

عطاء محمد نور له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي، چې اشرف غني یې له دندې نشي لرې کولی، ترڅو چې یې ورته د بلې دندې وړاندیز نه وي کړی او یا یې بل ځای د والي یا وزیر په توګه نه وي ټاکلی.

عطا محمد نور د بلخ یواځینی والي دی، چې د والیانو غونډې ته نه حاضریږي. په بلخ کې د اشرف غني فرمانونه او امرونه نه مني او نه ورته غاړه ږدي. نوموړی په اوسنۍ کابینه کې خپل وزیران لري او د ډېری وزیرانو او والیانو مرستیالان یې خپل خلک دي.

د عطا محمد نور دغه ډول څرګندونې ښيي، چې اوسنی حکومت څومره ضعیف دی او په څومره په خپلو چارواکو بر لاسی دی؟

د «نور» څرګندونې به نور والیان هم زړه ور کړي او هغوی به هم مرکزي دولت وګواښي، ځکه پیل یې د بلخ سرپرست والي کړی دی.

د یوه ولایت د والي له خوا داسې خبرې اشرف غني او عبدالله ته د شرم وړ دي، ځکه دواړه په یو والي دومره واک نه لري، چې خبرې یې د اوسني ګډوله حکومت استازیتوب وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکمت

سلامونه او نیکی هیلی،

داسی بی شخصیته کسانو ته بی ځایه لوی لوی لقبونه مه ورکوی دا ځکه چی بیا دا بیکاره کسان فکر کوی چی په رښتیا هم زه یو شی یم چی زما ځخه ډیر کسان بیره لری، زما په اند داسی کسانو ته له بدترینه القاب استفاده شی نو ډیره به ښه وی نه د ټولواک، زورواک ….

په ډرنښت

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x