د چين د اورګاډي پخوانی وزير په مرګ محکوم شو
د چينايي رسينو د راپورونو په اساس د دغه هيواد د اورګاډي پخواني وزير ليو ژي جون ته د مرګ سزا واورل شوه.
د خبرونو له قراره د محکمې په دغه فيصله به دوه کاله وروسته عمل کېږي.
د اورګاډي پخوانی وزير ليو ژي جون د رشوت خوري او له خپلي عهدې نه د ناوړه ګټه اخيستني له تورونو سره مخ دی.
له دې پرته په نوموړي د خورا زيات رشوت د اخيستني تور لګول شوی، داسي رشوت چې له امله يې هيواد ته مالي نقصان واوښت او ګوند يې بد نامه شو.
په ليو ژي جون باندي يادشوي تورونه د ۲۰۱۳م کال د اپريل په مياشت کې لګول شوي وو، او د جون له مياشتي راهيسي يې په خلاف مقدمه چلېدله.