د ژبې د تدریس شل ګټورې لارې

نصیر رښتین

ددې لپاره چې د ژبې د یوه بریالي ښونکي په توګه مو دنده ترسره کړي وي، نو لاندې شل توکي باید په خپل تدریس کې له پامه ونه غورځوو.

۱ د زده کړې اهداف چې (SMARTA) وي یعنی مشخص، د اندازه کیدو وړ، د لاسته راوړنې وړ، دقیق، ټاکلي وخت لپاره او منظم وي.

۲ درسي پلان لرل.

۳په زده کونکو/زده کړیالانو ډیر تمرکز کول.

۴ د ګروپې کار ترسره کول.

۵ د صحیح لارښونو ورکول او غلطې نقطې صحیح کول.

۶ موضوع لومړی د زده کونکو له انده پېژندل.

۷له موجوده درسي موادو ګټه پورته کول.

۸ د ټولګي کنترول او د زده کونکو ازادي په نظر کې نیول.

۹ په خبرو کې فصاحت او لیکلو کې دقت کول.

۱۰ د تدریسولو پر ځای د زده کونکو په واسطه د موضوع څیړلو ته ترجیح ورکول.

۱۱ (FOWSAK) دا پېژندل چې زده کونکي له مخکی نه د موضوع په اړه څومره پوهیږي.

۱۲ د وخت اداره کول او زده کونکو ته پوره وخت ورکول ترڅو په درس کې برخه واخلي.

۱۳ د محتوا له مخې درس تشریح کول.

۱۴ د زده کونکو هڅول او تشویقول.

۱۵ د ګروپي یا ډلیز کار په جریان کې د زده کونکو څارل.

۱۶ په ټولګي کې یو رښتنی چاپېریال جوړل.

۱۷ د زده کونکو ترمنځ د رقابت او مرستې روحیه پیدا کول.

۱۸ د TTT یعنی د ښوونکي د خبر وخت نه د STT یا د زده کونکو د خبرو وخت ته ترجیح ورکول.

۱۹ د پلان له مخې د درس لنډه تشریح کول.

۲۰ د اشارو له ژبې څخه ګټه اخیستنه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د