
ذهني ارامتیا غواړئ؟ دغې ویب پاڼې ته سر ورښکاره کړئ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): په ورځنی ژوند کې ډیرې داسې ستونزې او غوغا شتون لري چې زمونږ د اړتیا وړ ذهني ارامتیا له مونږ څخه اخلي. د حل لاره څه ده؟
هغه ذهني ارامتیا چې تاسې ورته اړتیا لرئ کیدی شي د یوې ښکلې منظرې تر څنګ د یو ښکلی غږ په اوریدو سره ومومئ خو دغه ډول ځای او منظرې ته لاس رسی اسانه نه ده او د دې کار لپاره باید د یوې مودې لپاره خپل ټول کارونه پریږدئ.
خو د ټکنالوژي د برخې پنځوونکي له اوږدې مودې څخه په دې هڅه کې ول چې سربیره د ټولو ستونزو چې زمونږ په ژوند کې شتون لري وکولی شو په اسانۍ سره ذهني ارامتیا ترلاسه کړو.
د Calm ویب پاڼه چې د ارامتیا په معنی دی په غوره او په طبیعي ډول ذهني ارامتیا بښوونکو ځایونو تمثیل کولو سره له کاروونکو سره مرسته کوي تر څو څو شیبې د دغو منظرو له کتلو او طبیعي غږ اوریدلو سره ذهني ارامتیا تجربه کړي.
د Calm.com پاڼې ته داخلیدو سره د پاڼې ښي لور کې د یو شمیر منظرو تصویرونه کتلی شئ چې کولی شئ په هغو کې خپل د خوښې منظره او طبیعت کلیک کړئ. د پاڼې په لاندې برخه کې کولی شئ غږ ټیټ یا اوچت کړئ.
له دغې پاڼې سربیره کاروونکي کولی شي د کام (Calm) اپلیکیشن د اپل او یا هم انډرایډ پلې سټور (Play Store) څخه خپلو سمارټ فونونو ته ښکته کړي.
د دغې ویب پاڼې ادرس: