څو ورځی وړاندی می په تاند ویبپاڼه کی د مجید قرار یوه لیکنه ولوسته. پدی لیکنه کی نوموړی وایی چی یو طالب پوښتلی چی د روس خلاف جهاد فرض و، اوس ولی نه دی؟ غواړم پدی هکله ګرانو لوستونکو ته خپل نظر وړاندی کړم.
افغانانو همیشه د خپل هیواد او دین څخه دفاع کړی ده. د چنګیز نه تر انګریزه او بیا له شوروی نه تر امریکا پوری ټولو په افغان ولس یرغل کړی دی . جنګ مونږ د جنګ لپاره خوښ کړی نه دی بلکی تل جنګ ته مجبور کړی شوی یو.
امریکایانو هم د نیویارک د پیښی تر پلمی لاندی په افغانستان یرغل وکړ، پداسی حال کی چی پدی پیښه کی یو افغان هم برخه نه درلوده.
بیا وروسته کله چی په المان کی د افغانستان د راتلونکی په هکله غونډه جوړه شوه، نو د طالبانو نه پرته ټول ټوپکیان او جنګسالاران غونډی ته دعوت شول.
نړیوالی ټولنی چی په سر کی یی امریکا وه، نه یوازی طالبانو ته دعوت ور نه کړ بلکه د نړیوالو قوانینو خلاف یی د طالبانو ټول مهم قوماندانان، وزیران، معینان او دیپلوماتان په تور لست کی شامل کړل او د هغوی په سر یی لوړی جایزی اعلان کړی. د سقوط په اولو ورځو کی به چی چا پټکی په سر و او یا به یی سوچه ږیره درلوده، نو د هغه ځای ګوانتانامو، بګرام یا پل چرخی و. همدا بی ګناه افغانان نن هم پدی زندانونو کی شپی او ورځی سبا کوی . په تیرو دولسو کلونو کی یی نه د بشرد حقوقو کوم سازمان غم وخوړ او نه هم افغان دولت یا نړیوالی ټولنی.
له بله پلوه، هغه کسان چی د طالبانو په خلاف جنګ کی ښکیل وو، د علمی سوانحو یا تعلیمی سویی پرته په لوړو څو کیو وګمارل شول. چا چی دوه ټکی انګریزی زده وه هغو ترجمانی ته لاس واچاوه. همدا و چی یو لاس ته دولت د بی ګناه افغانانو نیولو او زورولو ته ادامه ورکړه او بل خوا امریکایانو ړندی بمباری جاری وساتلی. بیا هغه څه وشول کوم چی د شوروی په خلاف شوی و یعنی افغانانو مقاومت پیل کړ . ړندی بمباری، بی ګناه وژنو او توقیفونو په افغانانو کی د انتقام سکروټی تازه کولی چی اوس په یو قوی اور بدلی شوی دی. واقعیت دادی چی په افغانستان کی اوسنی روان مقاومت د یرغلګرو د یرغل او داخلی لاس پوڅو د ظلم او جنایتونو نتیجه ده.
یرغل نه مخکی، امریکی او انډیوالانو یی مختلف رادیو ستیشنونه او نوری مطبوعاتی شبکی فعالی کړی. له دی لاری امریکا او متحدینو یی دیموکراسی د آزادی او پرمختګ د حصول یوازنی ذریعی په توګه وړاندی کوله. خو وروستی حقایقو وښودله چی دیموکراسی هم د کور، کالی، ډوډی په څیر تش یو شعار و.
داسی رپوټونه هم شته چی هغو ټول هیوادونه چی په افغانستان کی نظامی حضور لری د دولت، ولس او نړیوالی ټولنی نه پټ خپل خپل ځانګړی زندانونه جوړ کړی وو او دی. په دولت کی موجود پاټکیان هم له دوی نه کم نه ول، دوی هم د خپل وس مطابق او د خارجی استخباراتی کړیو په مرسته توقیف خانی جوړی کړی . اوس دا توقیف خانی او دا ټوپکیان په مافیایی ډلو بدل شوی دی. د دوی د عوایدو ذریعه اوس د افغان تجارانو تښتول، د مخدره توکو قاچاق، غلا او دولتی زمکی غصبول دی. د برتانیی یو پټ زندان چی له دولت او ولس نه پټ ساتل شوی و څه موده وړاندی د مطبوعاتو له لاری افشاه شو.
په قطر کی د سیاسی دفتر د پرانیستنی وروسته، کرزی ادعا وکړه چی طالبان په افغانستان کی ملک الطوایفی را مینځ ته کول غواړی، خو حقیقت دادی چی کرزی د سولی د وژلو لپاره داسی پلمی را مخ ته کوی . له تیرو دولسو کلونو راهیسی په هیواد کی ملک الطوایفی روانه ده . رئیس جمهور نه بمباری بندولی شی، نه یو والی ګوښه کولی شی او نه هم شخصی زندانونه تړلی شی. . زموږ ولس ددی ناخوالو په مینځ کی راګیر دی. خو اوس هم بعضی اشخاص دیموکراسی د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو او د پرمختګ ذریعه بولی. د امریکا او د هغو د متحدینو د غلطو او ظالمانه پالیسیو په نتیجه کی اوس دیموکراسی هم د کمونیزم په څیر له ماتی سره مخامخ ده. په سوله ایزه توګه د حقوقو تر لاسه کولو باندی د ولس اعتبار له مینځه تللی او ځی. څو ورځی وړاندی په مصر کی د دوکتور مرسی لری کیدو دا فکر نور هم پیاوړی کړی.
حدیث شریف دی چی جهاد به تر قیامته روان وی. د ظلم خلاف مبارزه به روانه وی او په وطن او دین مئین خلک به د حق سنګرونه تاوده ساتی. نن بیا، وطن او ولس سره د مینی او اخلاص ازموینه روانه ده چی آیا موږ خپلو شخصی ګټو ته ارزښت ورکوو او که د ملی ګټو په حق کی فیصله کوو.
انعام الله احمدزی