نظــر

له ټاکنو دوه کاله وروسته…!

ذاکر جلالي

له نن پوره دوه کاله مخکې د وري شپاړسمه د ولسمشریزو ټاکنو ورځ وه. زه کابل کې وم. رسنیو په ټاکنو کې د ګډون لپاره خلک هڅول. ولس ته یې دا خبره په خوله ایښې وه چې “موږ خپل برخلیک پخپله ټاکو”. دا شعار رښتیا هم راکښون لري. یو ملت چې په خپل لاس خپل برخلیک ټاکي، تر دې نو لویه نېکمرغي چېرته ده!

ما د ټاکنو کارډ هم وانه خیست. ځکه ما د نورو پر خلاف فکر نه کاوه چې ټاکنې به زموږ بدمرغۍ په نېکمرغیو واړوي. ولس په دوو کټګوریو وېشل شوی و. یو عام ولس و، چې د پردې تر شا لوبو ته یې لاسرسی نه درلود. ولس هغه منل چې پر ټلویزیون سپانسر شوو سوداګریزو خبریتاوو ورته زمزمه کول. یا یې هم د یوه نیم “دیني عالم” او سیاسي کارپوه “فتوا” او تحلیل نه اورېدل. چا ټاکنو کې ګډون دیني وجیبه بلله او چا ملي او د ډیموکراسۍ اصل. بله ډله هغه تازه سیاست کې فعال شوي ځوانان وو، چې د نوماندو پر کرایه شوو دفترونو کې سرګردان وو. کله یوه ته ورتلل کله بل ته، دوی نوماند غولاوه او نوماند د دوی د تېرایستلو کوشش کاوه. دا نو په اصطلاح سیاسي قشر و چې ډیموکراسي يې تجربه کوله. سیاسي فعالان هم په دوو ډلو وېشل کېدای شوای. یوه هغه چې راتلونکي حکومت ته اندېښنه وه چې دی به په کې د کوم پوزېشن وړ وبلل شي کنه. د دوی هڅه دا وه چې داسې نوماند سره د یاراني مزي وتړي، چې سبا پرې رحم و کرم ولري. دویمه ډله هغه تازه سیاسي شوي ځوانان وو، چې د نوماند جېب ته يې سترګې وې او د څو سوه ډالرو ګټل یې غټه لاسته راوړنه وه. خو زه مخالف وم، ما د خپل مخالفت لپاره خپل دلایل درلودل چې د ټاکنو شوقي ملګرو سره مې شریک کړي وو.

زه د ټاکنو د رخصتیو نه په استفادې پېښور ته تلم. پېښور ته مې د تګ ځکه بيړه وه، چې د ټاکنو پر ورځ تورخم تړل کېده. د کابل – تورخم لویه لار د نورو ورځو پر خلاف له ګڼه ګوڼې تشه وه. تورخم کې پاکستاني ملېشو هم څټونه ګرول، دغه ورځ یې کار برابر نه و. څه د دوی جېبونه تش وو، څه زه ستړی وم او ماتې هم راسره نه وې، سره له دې چې اسناد مې برابر وو، د اول ځل لپاره مې ورته د زرو کلدارو نوټ ورکړ. تورخم د دنیا د نورو سیاسي بندرونو پر خلاف ډېر متفاوت دی، چې دا ځانګړنه یې هم زموږ د خوار ولس په ګټه ده او هم د څو تنو قبایلي ملېشو جېب خرڅ برابروي.

پر سبا مې د رسنیو له لارې د ټاکنو بهیر څاره. له نهو او لسو بجو وروسته پر فېسبوک د رایه ورکونې عکسونو خپرېدل پیل شول. عام ولس د ښې راتلونکې په هیله رایه ورکړه؛ ځکه ملا ورته ټاکنو کې ګډون “دیني وجیبه” او د سنګر نیازي په غږ سپانسر شوو خبرتیاوو ورته د “هېواد د برخلیک ټاکنه” بلل. د ټاکنو تر ورځې، د نوماندو هېڅ «نه» په خوله نه راتلل. چا افغانستان د اسیا د سوداګرۍ پر مرکز بدلاوه، چا د افغانستان سبزي فرانسې ته لېږله، چا د “مجاهدینو” د حضور ګرمې ژمنې کولې…. د ټاکنو له ورځې وروسته، ورو ورو خبره ورانېده. ټاکنیزو “پس‌لرزو” ځانونه ښکاره کول. نوماندو په احتیاط څرګندونې کولې. د “برخلیک ټاکنې” شعار ورو ورو په شخصي اخ و ډب بدلېده. د ټاکنو لومړی رونډ بې نتیجې و، دویم رونډ ترسره شو او له هغې وروسته شپږ میاشتې هېواد د ټاکنیز بن‌بست په ګروت کې شو. هغه ژمنې، هغه وعدې، هغه تودې منډې… هغه ټولې نورې هېرې شوې. نور نو مبارزه ارګ ته پر رسېدو شوه. پای هغه څه وشول چې هېچا یې توقع نه درلوده. او نن هم د ټاکنو د لومړي پړاو دوه کاله پوره شول. خو د نن افغانستان د دوو کالو وړاندې له هغه ډېر بې‌ثباته او د حکومت راتلونکی ډېر بې‌باوره دی.

نن د ټاکنیزو منډو ډېر خواږه سره ترخه دي، ډېر نژدې سره واټن لري. نن ټول یوه خوله دي چې ټاکنې د مثبت بدلون لامل نه شوې. د ټاکنو په پای کې جان کېري داسې هر څه په خپل لاس کې ونیول چې ټولو ته د وړاندوینې وړ نه و. کېري د داسې حکومت “نوښت” وکړ، چې د ډیپلوماسۍ په الفباوو پوه به هم نه وای کړی. جان کېري هغه څه ډېر بربنډ او ښکاره وکړل چې باید یې د پردې تر شا کړي وای!

خو نن بیا هماغه ټلویزیونونه دي او هماغه سوداګریزې خبرتیاوې. نن بیا ژمنه کوي چې “په ډیموکراتیکو نظامونو کې خلک د خپل برخلیک ټاکلو حق لري”. رسنۍ خو به د خپلو سپانسر شوو خبرتیاوو پیسي واخلي؛ خو دا ولس چې په هېڅ هیله‌من کېږي، دا چې په سُراب غولول کېږي… د دې پوښتنه به له چا وشي؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x