خبرونه

د بشير ریان یادغونډه جوړېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): کابل مېشتي فرهنګیان، مدني فعالان او لیکوال نیت لري چې د ځوانیمرګې فرهنګې هستۍ غونډه جوړه کړي.

د پښتون خوځښت مشر او کابل مېشتی فرهنګي مدني فعال خیر الله شينواری وايي چې دوی سبا – چهارشنبه – د ریان پر فرهنګي هڅو، ژباړو، ادبي او تاریخي لیکنو د خبرو په نیت غونډه لري.

شهید بشیر احمدریان چې د هېواد د نوموتي لیکوال انجینر عبدالله ګل ریان زوی دی، د کندهار پوهنتون د دری ادبیاتو محصل و، چې له دوه میاشتې وړاندې تښتولو وروسته يې تېره اوونۍ جسد وموندل شو.

شينواری وايي چې غونډه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ناستو په تالار کې له نهو بجو تر یوولسو بجو پورې دوه ساعته دوام وکړي.

ياده دې وي شهید بشير احمد ریان په فرهنګي برخه کې پخپل کم عمر کې نږدې ۱۷ چاپ او نا چاپ اثار تر شا پرېښودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x