Kabul-city
کابل ښار

کابل: دیارلسمه حوزه کې څلور جسدونه موندل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د کابل ښار اړوند په دیارسلمه حوزه کې څلور جسدونه موندل شوي دي.

د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي څېړنو مشر فريدون عبيدي وايي چې تر پېښه د يادې حوزې په دشت برچي سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره په يوه کور کې يې د دوو مېرمنو او دوو سړيو جسدونه موندلي دي.

عبيدي وايي د دوی د څېړنو له مخې وژل شويو کسانو کوم قومي یا هم کورنۍ اړیکي سره نه لرلې.

نوموړي د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل چې تر د پېښې په تړاو يې یو تن نیولی دی.

ياده دې وي په کابل کې د جنايي پېښو ګراف ورځ تر بلې لوړېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د