پروان: سیاګرد کې چاودنې نږدې ۲۳ تنو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د پروان په سیاګرد کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ـ ژوله اړولې.

د لومړیو معلوماتو له مخې چاودنه د سیاګرد په مرکز کې یو روغتيايي مرکز ته څېرمه شوې او پکې څلور تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د سیاګرد ولسوال محمد سعید صدیقي وايي چې چاودنه یو تن موټر سایکل سپاره کړې او په وينا يې قربانیان ټول ولسي وګړي دي.

د دې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد زمان مموزي هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې برید نن سهار شواخو نه بجې وشو.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د