
تېر میلادي کال کې ۵۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۴۰۰۰نور ټپیان دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د ناټو عمومي قومندان وايي چې په تېر میلادي کال کې ۱۹۵۰۰ تنو افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جنرال نیکولسن چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د ناټو عمومي قومندان وټاکل شو، پخپلو څرګندونو کې ويلي چې د دوی روزل شويو عسکرو لپاره تېر کال خورا خونړی و.
د قومندان په خبره د ملي اردو دومره شمېر عکسرو وژل کېدو د دوی په روزنه کې ځنډ رامنځته کړی دی.
نیکولسن وايي چې افغان عسکر دم ګړۍ په جګړه بوخت دي، جګړې د دوی روزنه ټکنۍ کړې ده.
نوموړي پخپله تبصره کې دا هم ويلي چې که څه هم زرګونه تنه يې له لاسه ورکړي خو لا هم د دوی روزل شوي عسکر جګړې ته دوام ورکوي.
جنرال نیکولسن تر خپل ټاکلو کېدو وړاندي د سنا مجلس ته په خپله وینا کې ویلي وه چې د افغانستان حالت تر پخوا ډیر خراب شوی او هلته د طالبانو شتون او اغیز افغان حکومت له ننګونو سره مخ کړی دی.
د ناټو عمومي قومندان په داسې حال کې د افغان عسکرو د روزنې د ټکنېدو په اړه څرګندونې کوي چې د پوځي شنونکو په باور روان کال به افغان ځواکونو ته تر تېرو ټولو خونړی وي، چې د بهرنیانو روزنې او تمویل ته به لا ډېره اړتیا ولري.