ژباړن: اسدالله مبارز

حقیقتونه: دریمه برخه

لیکوال: جاوید چوهدري

ژباړن: اسدالله مبارز

ساتنه

مور اته بچیان تر اته کالو وساتل او لوی یې کړل، ولې اته بچیو یو ځای مور تر څلورو کلونو پورې ونه شوه ساتلای.

بې چته

زلزله راغله، ټول ښار یې وران کړ. یوازې زه پاتي شوم، ولې؟ ځکه چې په سر مې چت نه وو او زلزله بې چته خلکو ته هیڅ هم نه وایې.

درملنه

ډاکټران مې بدل کړل، درمل مې هم بدلول خو شفاء مې نصیب نشوه، وروسته رامعلومه شوه چې خرابی پر ډاکټرانو او درملو کې نه وو خرابي په ما کې وه، زه د بزدلۍ پر مرض اخته وم او د بزدله ناروغانو علاج له ډاکټرانو او په درملو نه کیږي.

انصاف

قاضي غل ته وویل، پر تاسې غلا ثابت کیدلی نشي، تاسې به په عزت سره بېګناه اعلان کړي، غله په ډیر احترام سره وپوښتل، ښاغلیه! زه د غلا له بایسیکله ګټه اخیستلای شم.

پلار

انسان ته تر هغه وخته د بچيو پیداکیدل په کار نه دي تر څو یې پلارتوب زده کړې نه وي.

پوخ چت

کوم کس چې خپل فرش پوخ نکړي تر هغې یې پوخ چت په نصیب کیدای نشي.

بریا

کوم خلک چې بریالي کیدل نه غواړي، بریا پرې کله هم زړه نه سوځوي.

خیری

کوم خلک چې دولت د لاس خیری ګڼي دولت هم ورسره هغه شان سلوک کوي لکه صابون یې چې د خیري سره کوي.

کک پتي

هغه یوه یوه روپۍ ټولولوه کروړ پتي (د کروړ روپیو مالک) شو ما چې یوه یوه روپۍ مصرفوله کک پتي (یوې روپۍ پسې ورک) شوم.

غوږونه

خیټي ته مې په زرګونو دلیلونه ویل لیکن منله یې نه راسره، په تنګ یې کړم، لاس مې پر کش کړ رامعلومه شوه چې دا بېچاره (خیټه) خو غوږونه نه لري ځکه مې خبرې نه اوري.

اعلی ظرفه

د ژوند په وروستیو وختونو کې یې په کثرت سره دعاوې کولي، ویل یې، پروردګاره د میوه دارو ونو هومره ظرف راکړه! مونږ ترې وپوښتل چې بابا دا هېله د څه لپاره؟ ځواب یې راکړ ویل یې ما تر ننه د میوه دارو ونو په څېر باظرفه څوک پیدانکړ، بیا مو ترې وپوښتل څنګه؟ راته کړل یې، مونږ ونې پر تیږو وولو خو ونې په ځواب کې خوږې میوې زمونږ خواته راغورځوي، تاسې ماته په انسانانو کې دومره اعلی ظرفه شخص راوښایه؟

نصیب

زه په کوډۍ (څپرکې ډوله خیمه) کې اوسیدم نو هره ورځ به باران وو، چې چت مې پوخ کړ بارانونه هم ودریدل.

انصاف

حضرت موسی (ع) له خدایه وپوښتل، یاخدایه! فرعون چې د خدایۍ دعوه یې هم کړي وه تاسې دومره مال او دارایې ولې ورکړي؟ الله تعالی په ځواب کې ورته وفرمایل، ای موسی! فرعون انصاف خوښونکی وو، څنګه مې برباد کړی وو.

زیان

ما د هغه د نوې قمیص پلیته کولو لپاره ناولې خټې راپورته کړې خو د هغه د قمیص پلیتولو وړاندې مې لاسونه پلیت شول.

هرتال

زما د ښار ټولو ساعتونو هرتال کړی وو خو د وخت دوکان د هغې باوجود هم خلاص وو.

خوښي

غوښتونکې مهاتا بود ته وویل” زه خوښي غواړم” بود وموسکیدل او ځواب یې ورکړ “زویه، ستا په غوښتنه کې دوه څېزونه زیات دي” غوښتونکې وپوښتل “څه؟” بود ورته کړل “زه نور غواړم” ـ غوښتونکی حیران شو خو بود زیاته کړه ته دې له غوښتنې “زه نور غواړم” لرې کړه، خوښي پاتي کیږي.

نظریه ضرورت

د کوچنۍ انجلۍ په لاس د سرو زرو بنګړي ول، د شِمر عسکر وړاندې راغی، د انجلۍ لاس یې ونیول او د بنګړیو په ویستلو یې پیل وکړ، عسکر بنګړي ویستل او ورسره یې ژړل، انجلۍ ورڅخه وپوښتل، کاکا ته ولې ژاړي؟ عسکر په ځواب کې ورته وویل چې له ما څخه د آلِ رسول (ص) دا درد نشي لیدل کیدای، انجلۍ ورته وویل نو بیا زما بنګړي ولې وباسي؟ هغه ورته کړل، بي بي د بنګړیو ویستل لازمي شوې دي او که زه یې له تاسې ونه باسم نو کوم بل څوک به یې درڅخه وباسي.

هسې نه، خر وې

د کومار پلار مړ شو، خر یې ښار ته بوتلو، د ختم کولو لپاره یې راشن پیداکړ او خر بېچاره یې په شا کولو مجبور شو، د کومار د لور واده راغی، خر څو ورځې د جهیز  سامان وړل، خر یو ورځ په سوچ کې شول “مونږ هم څه مخلوق یو” که په انسان غم وي یا خوشالي، بوجونه وړل یې پر مونږ دي.

اشرف المخلوقات

ځناورو یوه ورځ الله تعالی (ج) ته ګېله وکړه، میښې د خپلو بچیو لپاره شیدې کوي خو انسان یې څکي، چرګې د خپل نسل زیاتولو لپاره هګۍ کوي خو انسان یې خوري او ورې او وزې بچې پیداکوي خو انسان له هغوی هم یوه ورځ سر پرې کوي، خدای (ج) ترې وپوښتل “نو بیا” ځناورو ورته وویل “یا الهي ددې باوجود هم انسان اشرف المخلوقات دی او موږ ځناور ” آیا دا ظلم نه دی؟

د انسان مرګ

د کراچۍ په ښار کې د مرمیو باران وو، واړه کوکرې له خپلې کوټنۍ د مردارۍ رایستلو کوښښ کولو، سپي په سر ووهل او ورته کړل یې، بې وقوفه! ولې د انسان پر ځای خپل ځان له لاسه ورکوي.

له پامه غورځول

ما ګیله وکړه چې خلک نن سبا  ډیرې سپکي سپورې راته وایې، هغه وخندل او ویې ویل دا سپکې سپورې له دې سل ځلې غوره دي چې څوک دې له پامه وغورځوي او درڅخه تېر شي.

رزق

قبر کیندونکي خپلې ښځې ته وویل، له کومه راهیسې چې دا ډاکټر راغلی زما رزق یې راتنګ کړی، راځه په ګډه دې ډاکټر ته ښیراوې وکړو، ښځې یې پلو خدای ته وړاندې کړ او ویې ویل، ځه ډاکټره، تا دې هم خدای په چا وتښتوي.

نظر

هلک پر ټیلیفون ترې وپوښتل، ښاغلیه تاسې ډرایور ته اړتیا لرئ!، له بل لورې ځواب راغی، له ماسره ډیر ښه ډرایور موجود دی، هلک بیا ورته کړل چې ښاغلیه زه په نیمه تنخاه هم کار کولو ته آماده یم، له بل لورې شخص عجیبه ځواب ورکړ، ورته ویې ویل چې که په وړیا ډول هم راته ډرایوري وکړي زه مې خپل ډرایور نه پریږدم ـ دا خبرې د ټیلیفون خونې (PCO) مالک هم واوریدي، افسوس یې وکړ او هلک ته یې وویل چې زویه! ناهیلی کیږه مه خدای به ضرور کار درپیداکوي، هلک په لوړ غږ وخندل او ورته کړل یې، زه د همدې سړي ډرایور یم، ما یوازي معلومول چې آیا دوی مې له کار څخه مطمئن دي او کنه؟

اردو ژبه

له رخصتیدو وړاندې مې کوربه ته وویل “خان صاحب! ماشاءالله ستاسې اردو ژبه بیخې ښه ده” کوربه کم عقل شان پښتون وو، لږ وخت لپاره یې سوچ وکړ او په ډیره هوښیارۍ سره یې ځواب راکړ، ویل مشره، نه داسې نده تاسې هسي بکواس کوئ.

مسائل

ما عرض وکړ چې په مسائلو کې غرق یم، وموسکید او ځواب یې راکړ، مسائل د ژوند نښه ده، ته لا ژوندۍ یې نو مسئلې به هم وي ـ لږ وخت لپاره تم شو بیا یې وویل، په دنیا کې یو ځای دی چې هلته مسئلې نشته، ما ترې وپوښتل کوم ځای؟ ویې ویل، هدیره.

کاروبار

ترې ومې پوښتل چې آیا زه هم کاروبار کولی شم؟ راته کړل یې ولې نه، په شرط ددې چې له څلرویشت ساعتونو څخه شپاړس ساعته موسک پاتي شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د