افغانستان

د روژې د میاشتي لومړۍ ورځ به د چار شنبې په ورځ وي

نن ټکی آسیا: د سعودي رسمي سرچینو نن د دوشنبې په ماښام (8/7/2013) خبر ورکړ چي د کال 1434هجري قمري کال د رمضان المبارک لومړۍ روځ به صبا نه بل صبا د چار شنبې په ورځ (10/7/2013) وي.

او زیاته یې کړه چي د سې شنبې صبا ورځ به د شعبان د میاشتي دیرشمه ورځ وي. دا ځکه چي نن ورځ د سعودي حکومتي محکمې ته هیڅ چا هم د روژې دمیاشتي د لیدلو ګواهي نه ده ورکړې.

په عین وخت کي نن د مصر دار الافتاء هم اعلان وکړ چي صبا ورځ به د شعبان وروستی دیرشمه ورځ وی، او د روژې میاشت به د صبا نه بل صبا د چارشنبې په ورځ شروع کیږي.

باید وویل شي چي د افغانستان حکومت هر وخت د سعودي سره د روژې میاشت نیسي، او د سعودي سره یی اختر کوي، نو له همدې کبله شاید په افغانستان کي هم د روژې میاشت د چار شنبې د ورځي څخه پیل سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x