ورزش

سرفراز د پاکستانۍ لوبډلې نوی لوبډل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د کرکټ بورډ ادارې د شاهد خان افریدي له استعفاء څخه وروسته سرفراز د شل اوریزو سیالیو لپاره د دغې لوبډلې لوبډل مشر وټاکه.

له دغې پریکړې وروسته د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان وویل چې نوموړی سرفراز له دغې پریکړې څخه خبر کړی. هیره دې نه وي چې شاهد خان افریدي په اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام کې د خرابې لوبې او پرلپسې ماتې وروسته له لوبډل مشرۍ استعفاء وکړه.

شاهد خان افریدي د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان وکړ چې له لوبډل مشرۍ استعفاء کوي او له دې وروسته بیا هم د یو عام لوبغاړی په توګه به لوبې کولو ته ادامه ورکوي.

تیره ورځ شهریار خان د پاکستان ډان نیوز چینل ته په خبرو کې وویل چې د ماتې منل او په خپله له لوبډل مشرۍ څخه استعفاء ورکول د شاهد خان افریدي غوره اخلاق څرګندوي.

نوموړی خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا یو ښه خبر دی چې نوموړی به بیا هم د خپل هیواد لپاره لوبې کوي خو د لوبډلې لپاره د نوموړی انتخاب د لوبغاړو د انتخابوونکې کمیټې کار دی.

شاهد خان افریدي د اسیا جام او نړیوال شل اوریزو جام په سیالیو کې ونشو کولی کومه ستره لاسته راوړنه یا بریا خپله کړي چې له همدې امله د پاکستان د عامو خلکو، د پاکستان کرکټ بورډ ادارې او د پاکستان د ملي لوبډلې مشر روزوونکی پرې سختې نیوکې وکړې.

د شاهد افریدي د ناکامه لوبډل مشرۍ څخه وروسته تیره ورځ شهریار خان رسنیو ته وویل چې کیدی شي د نوموړی پر ځای سرفراز احمد چې له دې وړاندې مرستیال لوبډل مشر و لوبډل مشر وټاکل شي او نن يي د نوموړی ټاکنه په رسمي بڼه تاییده کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x