افغانستان

خوست چارواکي: د ملېشو قومندان د ښځو په ګډون د یو کور پنځو غړو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د خوست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د امریکايانو له لوري د ځانګړو ملېشو قومندان د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د خوست امنیه قومندان فیض الله غیرت وايي چې تېره شپه د خوست مرکز ته څېرمه په یلګۍ سیمه کې د امریکایانو د ځانګړې ملېشې قومندان مروت پر یو کور برید کړی او د کورنۍ دوه ښځينه غړې يې وژلې، یو نارینه او دوه نورې ښځې يې ټپیانې کړې دي.

قومندان مروت د هغو عسکرو قومنده پر غاړه لري چې د امریکایانو له لوري د امریکايي کتارونو او د دوی د پوځي مرکزونو د ساتنې لپاره ګومارل شوي دي.

امینه قومندان د قومندا مروت د نیولو دعوه کړې او ويلي يې دي چې ټپيان يې تر روغتيايي مرکزونو رسولي دي.

هغه وايي چې په بريد کې له قومندا مروت سره دوه ساتونکي هم و، خو په تېښته بريالي شوي دي.

د یلګۍ یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې قومندان مروت او ساتونکو يې د امریکایانو په مرسته د خلکو د ناموس لوټ ته مټې را بډوهلې وې.

تېره شپه یو کور ته په همدې نیت ورغلي خو هغوی غبرګون ښوودلی او قومندان هم دوه مېرمنې ځای پر ځای وژلې او دوه نورې يې ټپيانې کړې دي.

ياده دې وي د خوست امنیتي چارواکو بیا د پېښې له علته ناخبري ښوودلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x