افغانستان

د کندهار والي: طالبان له روغتيايي مرکزونو سره هیڅ ستونزه نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار والي وايي چې په دې ولایت کې له دوی سره مخالف وسله وال له روغتيايي مرکزونو او کارکوونکو سره کومه ستونزه نه لري.

ډاکټر همایون عزیزي پر روغتیا وزارت غږ وکړ، چې دې ولایت ته د روغتيايي مرکزونو په جوړولو کې پام وکړ.

نوموړي د طالبانو په اړه وویل چې هغوی له روغتيايي مرکزونو سره کومه ستونزه نه لري او تر لاس لاندې سیمو کې يې د خلکو لپاره د روغتيايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کړې.

وړاندې تر دې ځينو دولتي سرچینو خپل مخالف وسله وال د روغتيايي او ښوونیزو برخو لوی خنډونه بلل، خو د کندهار په څېر نا امنه ولایت کې دا لومړی ځل دی چې ځايي لوړ پوړی چارواکی پر دې اعتراف کوي چې مخالفين يې له روغتيايي خدمتونو سره مشکل نه لري.

د عامې روغتیا وزیر د کندهار د والي غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او ژمنه يې کړې شاوخوا دېرش روغتیایي مرکزنه به فعال کړي.

فیروزالدین فیروز وویل چې د ګړۍ په کندهار کې ټول ۹۷ روغتيايي مرکزونه دي چې څوارلس يې خصوصي او نور دولتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

طالبان د دی وطن رشتینی او میړنی بجیان دی هغوی به کله هم د خپل هیواد د عامه ګټو ځآیونه په نښه نه کړی او نه یی کله په نښه کړی مګر هغه چه غلامان او بادارانو پکی بناه اخستی او یا شتون ولری ، هغوی چه د خپلی خاوری ، خلکو ، خبلواکی ، دین او ناموس څخه د دفاع به خاطر یی خپل مالونه او اولادونه قربانی کوی هغوی د خپل هیواد په یوه ستن هم ځوریږی ، طالبان ءشتینی انسانان ، افغانان او مسلمانان دی حتی غلامان به یی هم غلامان او باداران به یی هم به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x