نظــر

د انتخاباتوله لارې واک ته رسيدلو دسياست په سياق کې موږ ته کومه ګټه نه ده رسولې

1273440787دکتور عبد الله النفيسي

د مصر د اولس په رايو دمنتخب شوي ولسمشر حافظ محمد مرسي باندې د امريکا پلوي فوځ د امريکا په اشاره پوځي کودتا يوځل بيا ددې خبرې تصديق وکړ، چې له سياسي ليارې واک ته رسيدو مسلمانانو ته کومه خاصه ګټه نده رسولې، په همدې مناسبت ستاسې پام د يو اسلامي سياسي مفکر دوکتور عبد الله النفيسي دهغې وينا ژباړې ته رااړوم چې پدې مناسبت يې کړې.

دکتور عبد الله النفيسي يو اسلامي سياسي مفکر دی، په ۱۹۴۵ ميلادي کال کې په کويت کې زيږدلی، او په سياسي علومو کې يې دکتورا اخيستې، او په سياسي علومو کې پنځوس کلنه مطالعه لري، څو کاله وړاندې د فلسطين جهادي ګوند حماس مشرانو له هغه څخه په انتخاباتو کې د ګډون کولو مشوره اخيستې وه چې ده په کلکه ترې منع کړي وو.

http://www.youtube.com/watch?v=91WFiY-CwN0

د ۲۰۰۶ ميلادي کال د غزې له انتخاباتو مخکې له ماسره د حماس هغو مشرانو اړيکه ونيوله چې په دمشق کې موجود وو، لکه خالد مشعل، ابو مرزوق، ابو محمد او داسې نورو له ماسره يې اړيکه ونيوله او راته يې وويل: چې په غزه کې انتخاباتو ته درې مياشتې پاته دي، نو موږ تاته بلنه درکوو چې ته دمشق ته راشه، ترڅو له تا سره دانتخاباتو په موضوع مشوره وکړو.

ما ورته وويل: سمه ده، ډيره ښه ده زه درځم، د طيارې ټکټ مې وکړ، او دمشق ته ولاړم.

هغوی زه له هوايې ډګر څخه ددمشق دباندې يوه باغ ته بوتلم، هلته دحماس سياسي دفتر وو هلته له دوی سره هره نوعه وسله وه تردې چې دافع هوا نظام يې هم درلود.

زه يو څه وخت کښيناستلم زموږ دبحث موضوع په انتخاباتو کې دګډون موضوع وه، هغوی هغه مهال په انتخاباتو کې ګډون ته ډير ليواله وو، او په دې يې ټينګار کاو چې بايد خامخا په انتخاباتو کې ګډون وکړو، واک ته به ورسيږو، (الفتح) ګوند ته به ماته ورکړو، او لدې لارې به خپل اهداف لاس ته راوړو.

خو ما له دې رايې سره مخالفت درلود، نو ورته ومې ويل: دا په خپله ځان خطر ته وړاندې کول او هلاکت ته ځان غورځول دي.

منم چې تاسې به (الفتح) ته په انتخاباتو کې ماته ورکړئ، راوبه يې پرزوئ، منم چې د فلسطين ولس به تاسې ته رايه درکړي، خو دا به تاسې ته نور مشکلات وزيږوي او ستونزې به مو پای ته ونه رسيږي.

هغوی وويل: دا څنګه؟

 يوه يې وويل: ډوډی تياره ده راځئ چې ډوډۍ وخورو.

ما ورته وويل: سمه ده نو له ډوډۍ وروسته به زه خپل ځواب درکړم.

ډوډۍ مو وخوړه دماسپښين لمونځ مو وکړ، او ښه اوږده دعاء مو وکړه.

ما دعاء کوله پدې وخت کې ماته خالد مشعل راغی او راته ويې ويل: ابو مهند! راځه چې سره کښينو. ما ورته وويل: زه خپل رب ته دعاء کوم چې تاسې په انتخاباتو کې له ماتې سره مخ کړي.

 هغه وويل: دا ولې؟ ما ورته وويل: ځکه چې په انتخاباتو کې له ګډون سره سم به مقاومت ودريږدي، او له انتخاباتو وروسته به تاسې هم راوغورځيږئ، ولو که په انتخاباتو کې برلاسي هم شئ، او اسلامي نړی ته به جوته شي، چې تاسې داسلامي امت په تاريخ کې يوه غيرمفهومه پاڼه ياستئ، چې يوازې تر نارو پورې محدود پاتې شوئ، دتاسې ګوتې به دماشې دکش کولو پر وخت ريږدي، او تاسې به دوزارتونو دفترونو ته ولاړ شئ، او دخپلې خيټې په فکر کې به شئ، له تاسې سره به دغنمو او زيتونو فکر ملګری شي.

هغوی راته وويل: ته هسې انديښنه کوې خدای دې نکوي.

ما ورته وويل: پته به مو ولګيږي، اوبه به درباندې بندې کړي، برق به درباندې قطعه کړي، تر دې چې تاسې به سوال کولو ته مجبوره شئ، او پدې ډول به له نورو ډيرو ذلتونو سره مخامخ شئ، ځکه چې تاسې به جهاد پريږدئ.

هغه راته وويل: نه.

ما ورته وويل: پته به مو ولګيږي.

انتخابات ترسره شول، حماس په الفتح بری ترلاسه کړ، شيخ اسماعيل هنيه واک ته ورسيد او رئيس الوزراء وګرځيد، او نورو ډيرو مشرانو هم وزارتي چوکئ ترلاسه کړې، داخله وزارت، دفاع وزارت او داسې پسې ځه………………………..

له ډيرې لوږې وروسته ماړه شول چاغ شول، او له ډيرې ناکرارئ وروسته يې په غزه کې دامن ساه واخيستله.

څه موده وروسته پيوتن په ځانګړې غوښتنه د حماس مشران مسکو ته وروغوښتل.

ماته له مسکو نه خالد مشعل تيليفون وکړ، او راته ويې ويل: ای ابو مهنده! کاشکې مو ستا مشوره منلې وای!! ځکه هغه تور انځور چې په انتخاباتو کې دګډون په پايله کې تا زموږ مخې ته ايښئ وو، اوس يې موږ په خپلو سترګو ګورو، نو اوس که دفاکس په ذريعه خپله مشوره راسره شريکه کړئ چې لدې ناورين څخه ووزو.

ما ورته وويل: ما خو دشام په مبارکه زمکه درته ويلي وو چې څه کول پکار دي، خو تاسې زما خبره ونه منله.

دا ديوه اسلامي تحريک د تاريخ يوه پاڼه ده، زه دا هيله لرم چې دتونس اسلامپال غورځنګونه به دا ټکی له پامه نه غورځوي.

د انتخاباتي صندوقونو له لارې واک ته رسيدلو دسياست په سياق کې موږ ته هيڅ ګټه نه ده رسولې، اوسمهال زما عمر ۶۷ کاله دی له اولس کلنۍ څخه زه د سياست مطالعه کوم، زه تاسې ته دا نصيحت کوم چې په وزارتونو مه غوليږئ، او پدغو تحولاتو مه ختاووزئ، ځکه تاسې به په دې لاره کې له هغې ناکامئ سره مخ شئ، چې زه يې ګورم چې غرب له اوسه پلان کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x