ټکنالوژي

ګلکسي ایس ۷ او ایس ۷ ایج څو ساعته د اوبو لاندې کار کولی شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۴ل): سامسنګ کمپنۍ په دې وروستیو کې خپل پیاوړي او غښتلي سمارټ فونونه د ګلکسي ایس  ۷ (Galaxy S7) او ایس ۷ ایج (Galaxy S7 Edge) په نومونو وړاندې کړی چې د دغې کپمنۍ پخوانیو سمارټ فونو ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) او ایس ۶ ایج (Galaxy S6 Edge) سره د ډیزاین په برخه کې کوم ځانګړی توپیر نه لري.

د وړتیا په برخه کې سامسنګ خپل دغو نوو سمارټ فونونو کې ځانګړې ځانګړتیاوې زیاتې کړي چې د دغې کمپنۍ په نورو سمارټ فونونو کې نه لیدل کیږي.

د سامسنګ کمپنۍ دغه دوه نوي سمارټ فونونه د اوبه او غبار په وړاندې ځانګړی مقاومت لري چې له دې وړاندې د دغې کمپنۍ په نورو سمارټ فونونو کې نه دی لیدل شوی.

د سامسنګ کمپنۍ وايي چې ګلکسي ایس ۷ (Galaxy S7) او ایس ۷ ایج (Galaxy S7 Edge) دواړه د IP68 لایسنس لري او دا په دې معنی دی چې دغه سمارټ فونونه ۳۰ دقېقو پورې ۱.۵ متره اوبو کې دننه مقاومت کولی شي خو د دغو سمارټ فونونو وروستیو ازمایښتونو ښودلې چه له دې ډیر زیات مقاومت لري.

د انباکس تراپي په نوم یوې ډلې پریکړه کړې چې د سامسنګ دغه وروستي سمارټ فونونه د ۱۶ ساعتونو او ۳۶ دقېقو لپاره په اوبو کې په داسې حال کې چې روښانه وي واچوي. دغه ډله له دغې ازموینې وروسته وموندله چې سمارټ فون له دغې مودې وروسته بیا هم کار کوي او هیڅ ډول ستونزه نه لري.

هیره دې نه وي چې د ګلکسي ایس ۷ (Galaxy S7) او ایس ۷ ایج (Galaxy S7 Edge) د ټکنالوژي د یو شمیر ویب پاڼو د سروې له مخې تر دې دمه توانیدلی د ایفون ۶ ایس پلس (iPhone 6S Plus) کامرې ته ماتې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x