ټولنیزه برخه

د ګلدانۍ بیه«په زړه پورې کيسه»

ژباړن : عطا محمد میاخېل

يوه سړي په یوه نندارتون کې ګلدانۍ پلورلې، یوه ښځه ور نږدې شوه او د هغه توکي یې وارزول، ځینې یې دومره ښکلي نه وو، خو ځینې نور یې په ډېر ښکلي ډول جوړ شوي وو.

ښځې د ګلدانیو د بیې پوښتنه وکړه، پوه شوه، چې د ټولو بیه یوه ده، نو ډېره حیرانه شوه، وې پوښتل : ولې نقش لرونکې او ساده ګلدانۍ په یوه بیه دي ؟ د هغو ګلدانیو له پاره چې ډېر زحمت پرې ایستلی او ډېر وخت دې پرې ضایع شوی، ولې د هماغو ساده ګلدانیو پیسې اخلې ؟

پلورونکي ځواب ورکړ : زه هنر مند یم، د هغو ګلدانیو پیسې اخلم، کومې چې جوړې کړې مې دي، ښکلا وړیا ده
.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x