ادبي لیکني

ادبي تيوري پر څه بحث کوي؟

 اجمل ښکلى
ادبپوهنه هغه علم دى، چې ادب د درک وړ کوي. د دې علم درې مهمې څانګې دي، چې ادب تاريخ، ادبي کره کتنه او ادبي تيوري ورته وايي.

ادبى تاريخ د ادبياتو پر تحول بحث کوي، ادبي کره کتنه ادبيات ارزوي يا يې کره کوي.

تيوري نظريې ته وايي. يوه فرضيه، چې په دلايلو ثابته شي، تيوري يا نظريه ترې جوړه شي. بيا ورته مثلا، موږ د هيګل تيوري وايو يا ورته د ادب په اړه فورموليستي تيوري وايو. دا تيوري بيا په هغه او نورو علومو کې د يوه اصل يا قانون په توګه تطبيق شي. مثلا: د لنډې کيسې په قانون کې پلاټ يو اصل دى، چې پر لنډو کيسو تطبيقېږي.

د قانون له کلمې نه سياسي استفاده ډېره کېږي؛ نو دلته يې په کارونه کې احتياط پکار دى.

ادبي تيوري چې اصول رانغاړي، د ادب پر ماهيت بحث کوي. ماهيت د عربي له (ماهى+ىت) نه اخيستل شوى، يعنې څه چې پکې دي. په علومو کې ماهىت جوهر ته کارېږي يا د يوې پديدې هغه ځانګړنې چې دا پرې له  نورو پديدو نه بېلېږي. کړکۍ د هوا او رڼا لپاره کارېږي، پلې لري، خلاصېږي. دا يې له ديوال سره توپير دى؛ خو وره ته بيا نېژدې ده. له دې نه دا مطلب اخلو، چې پديدې د ماهيت له پلوه سره نېژدې او لرې وي او دا پولې نسبي وي.له تيورۍ نه موږ د عمل پرخلاف تش د نظريې مانا هم اخلو؛ خو په ادبي تيورۍ کې د تيورۍ نظري او عملي يا تطبيقي دواړه اړخه مهم دي او هره تيوري خپل پلويان لري، چې په خپلو پنځونو يې تطبيقوي.

د ادب ماهيت هغه اصول رانغاړي، چې دا پرې له ناادبه بېلېږي. مثلا: ادبي ژبه ناعادي ژبه وي، ادب پاروونکى خصوصيت لري، دال يا ژبنۍ نښې پکې اساس وي او تخييلي ريښه لري.

ادبي تيوري د ادبياتو په کلي او جزئي ماهيت دواړو خبرې کوي. دا هم راته وايي، چې ادب له تاريخ، فلسفې، ارواپوهنې، ژبپوهنې او نورو ټولنيزو علومو څنګه بېل کړو او د ادبي ټوکونو ترمنځ د بېلتون پولې هم راکاږي، چې غزل له قصيدې سره څه توپير لري، لنډه کيسه له ناوله څنګه بېلولى شو او استعاره له سمبول سره څه توپير لري. يعنې د ادبي تيورۍ مخه له کل نه جز ته وي او کله چې د ادبي ماهيت تل ته ورسي، بېرته له جزه کل ته سفر پيل کړى.

په ادبي ماهيت کې چې هر څه راځي، هغه د ادبي تيورۍ موضوع جوړوي. ژانرونه چې ادبي ماهيت جوړوي، هم په ادبي تيورۍ کې څېړل کېږي. لنډه کيسه د خپلو معلومو تخنيکونو له مخې موږ د يوه ژانر په توګه پېژنو؛ خو د ژانر دا بڼه په خپلو هلو ځلو ادبي تيورۍ ورکړې ده. ادبي تيوري راته ويلي، چې کوم ژانر ته او د کومو تخنيکونو خاوندې کيسې ته لنډه کىسه ووايو، کومې ته حماسه ووايو او کومې ته ناول.

اوس پوښتنه دا ده، چې د ادب لپاره د اصولو ټاکنې ته څه اړتيا ده؟ ادبي تيوري د علم په توګه له خپلو اصولو نه په استفاده د ادب لپاره اصول ټاکي، چې د پوهاوي وړ شي او که څوک ادب ايجادوي، چې لارې ګودرې ورته معلومې وي او که څوک ادب لولي، چې پر کمالونو يې پوه وي. که ازاد نظم ليکي، چې اصول يې ورته معلوم وي.

د ادبي تيوري له ادبي ماهيت بهر پر خپل ماهيت هم خبرې کوي او خپل هغه اصول هم راته ښيي، چې دا يې د ادب د تفکيک لپاره کاروي. داسې راته ادبي تيوري د ادب تاريخ ادبي مېتودولوژي او د کره کتنې ماهيت هم تشريح کوي؛ خو دا بحثونه له دې امله چې ادبي تيوري پخپله ادب ته ځانګړې شي، له ادبي تيورۍ څه نا څه بهر ساتل شوي دي.

د ادبي تيورۍ د مباحثو د درک لپاره پکار ده، چې ځينې نور اصطلاحات هم وکاروو. تيوري د ادبي ماهيت په رڼا کې د ادب په ارزښت او له ټولنې سره يې په تړاو هم خبرې کوي.

ادب ټولنې ته څه ګټه رسوي او او د فرهنګ په غوړېدو کې څه ونډه لري، پر دې هم بحث کېږي. په نړۍ کې د بېلابېلو تيوريو ايجاد راته وايي، چې ادبي ماهيت ته کله له بهره او کله د ادب له درونه کتل شوي دي. هغوى چې په ټولنه کې اخلاقي او اقتصادي يا سياسي نظم ته ژمن و، د ادب ماهيت او ارزښت ته يې له بهره کتلي. د رياليستانو په اند، ادب د ټولنيزو لوړو ژورو زېږنده دى. تر دوى مخکې رومانتستانو ادب د فرد د احساساتو انعکاس ګاڼه. خپل کلاسيک ادب راته وايي، چې زموږ پخوانو خلکو له ادبه د پند، عرفان او عشق تصور لاره؛ خو د نولسمۍ پېړۍ په وروستيو او د شلمۍ پېړيو په لومړيو کې پر ادبي تيورۍ ولاړ داسې مکتبونه رامنځته شول، چې پر دې طرز يې نيوکه وکړه او ادب يې يومستقل نظام وګاڼه. فورماليساتونو، ورپسې رغښتوالو او بيا پسرغښتوالو ادب ته له داخله وکتل او د ادبي متن ماهيت او ارزښت يې د ادب په درون کې د بېلابېلو ادبي عناصرو ترمنځ له تړاوه وبلل. دوى دا تصور راکړ، چې ادب ته چې هر واقعيت راننوځي، هغه بيا واقعيت نه وي پاتې او چې خپل قوانين پرې تطبيق کړي، په ادب واوړي. بيا ښه ده، چې له واقعيته يې بېل وڅېړو. که ادب يو مستقل نظام وي، بيا يې پر وليو د پېغام بارول معقول کار نه دى. دا هغه اساسي بېلندوى و، چې په شلمه پېړۍ کې يې (د هنر د ژوند او هنر د هنر لپاره)دوه مخالفې تيورۍ وزېږولې.

هغوى چې ادب ته يې د پېغامونو د رساند په سترګه کتل، ادب د ټولنې د بهرنۍ اړتيا له زاويې وځيره او هغوى چې ادب يې وسيله نه، پخپله هدف ګاڼه، له درونه يې د ادبي ماهيت بحث شروع کړ.

په ختيځ کې تر اوسنۍ ادبپوهنۍ پخوا هم داسې اصول وو، چې ادب يې له ناادبه بېلاوه. دې ته يې بلاغي علوم ويل. يعنې د دې علومو په زده کړه به کلام بليغ کېده. په بلاغي علومو کې معاني، بيان، بديع، قافيه او عروض راتلل.

خو له غربي استعمار سره ختيځ ته د ادب په اړه نوې نظريې او د تيورۍ اصطلاحات هم راغلل او دلته هم د لويديځ غوندې د ادبپوهنې په چوکاټ کې له نوې زاويې نه د ادب منظمه مطالعه پيل شوه.

له بلاغي علومو نه ادبي تيورۍ ته د دې علم سفر راته دا فکر راکوي، چې ادبي تيوري د زمان او مکان له بدلانه سره بدلون کوي؛ خو ادبي ماهيت داسې نړيوال اصول هم رانغاړي، چې ډېر وخت او ډېر ځايه د چلښت وړ وي.

که په ادبي تيورۍ کې بدلون رانه شي، د ادب او ټولنې نويو غوښتنو ته ځواب نه شي ويلى او د ادب او ټولنې ترمنځ تړاو غړندېږي. ادبي تيوري هڅه کوي، چې ادب ټولنې ته وروپېژني، چې سره لرې نه شي او اوږه په اوږه لاړ شي؛ نو وخت په وخت ادب ته نوي نوي اصول وضع کوي او په زړو اصول کې چاڼ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x