ټولنیزه برخه

داسې ژوند وکړئ چې پېښمانه نه شئ!

 ژباړه: حمیدالله حمیدي

مشهور لیکوال زیګ زیګلار له خپله مرګه دوه کاله مخکې په پرله پسې توګه خپلو خپلوانو او د کتاب مینوالو ته د بریا درسونه ورکول. هغه په خپل وروستي کتاب(( تاسو دنیا ته راغلي یئ څو بریالي شئ)) کې تل خپلو لوستونکو ته ویلي، داسې ژوند وکړئ، چې پېښمانه نه شئ.

دلته د نومړي د کتاب هغه برخه راوړو، چې پنځو اړینو ټکو ته په کې اشاره شوې ده، دغه څه موږ ته را زده کوي، چې څنګه کولای شو، د خپل ځان د پرمختګ سبب وګرځو؟، تر څو په خپل ورځني ژوند او کار کې د بریا لوړو څوکو ته ورسېږو.

۱- دا یوه روښانه خبره ده، چې موږ تل هغه څه ته رسېږو، چې غواړو یې.

دا حقیقت باید ومنل شي، چې ښه او بد ژوند هغه دی، چې تاسو یې له خپله ځانه د لرلو تمه لرئ. که فکر کوئ، چې څه به له لاسه ورکړئ، نو ضرور به یې له لاسه ورکوئ. که فکر کوئ، چې یو عادي او معمولي ژوند ولري، نو تاسو به ده هماغه ډول ژوند خاوندان شئ.  که فکر کوئ، چې په ژوند کې به له سختو ستونزو او کړاونو سره مخ شئ نو لرې نه ده، چې دغه څه به په خپلو سترګو و وینئ، نو ښه خبره دا ده، چې د خپل ژوند او راتلونکې په اړه مثبت فکر وکړئ او داسې ژوند وکړئ، چې خوښه مو وي.

ګاندي وایي: ((غوښتنو ته مو بدلون ورکړئ تر په ژوند کې هغه څه ته ورسېږئ، چې تاسو یې غواړئ.))

۱- دا خبره سمه ده، چې د ښه او بد شرکت توپیر یوازې د شرکت د کارکوونکو په زده کړو او مهارتونو پورې اړه لري.

له شک پرته، چې په شرکت کې د یوې ګروه کارکوونکو ساتل او هغوی ته د مهارتونو نه ور زده کول، له هغه بد دي، چې له دندې یې ګوښه کړئ. که د فوټبال یوه ټیم پوه او تجربه ونه لری، نو لرې نه ده، چې له مقابلې ډلې، چې تجربه لري ماتې خوري.

که د یوه شرکت مشر په خپلو کارکوونکو پانګونه وکړي او ښه یې وروزي ډېر ژر به په خپلو چارو کې د پراختیا او پرمختګ شاهد وي، مانا دا چې د کارکوونکو روزل مصرف نه بلکي پانګه ده.

۳- دا خبره سمه ده، چې وایي هغه څه، چې لټوئ لاسته به یې راوړئ.

که د ښه ژوند او بریا په لټه کې وئ، له شک پرته، چې لاس ته به یې هم راوړئ، که د ښو او مثبت فکره ملګرو په لټه کې وئ، لرې نه ده، چې پیدا به یې کړئ. حدیث شریف دی، ژباړه: ((ټول عملونه په نیت پورې تړلي دي)).

۴- هېڅ کله هم پر ځان له باور پرته چاته وعده مه ورکوئ.

ډیری کسان خپلو ملګرو او دوستان ته داسې وعدې ورکوي، چې هېڅکله یې هم په پوره کولو نه دي توانېدلي. که څه هم، چې د وعده ورکوونکي نیت به پاک وي، خو بیا هم له وخت واړندې خلکو ته د دې ډول وعدو ورکول، د انسان شخصیت ته زیان رسولای شي. مدیران او شرکتونه ډیری وخت خپلو کارکوونکو ته وعدې ورکوي، خو که عملي یې نه کړي په اصل کې یې خپلو کارکوونکو ته په درنه سترګه نه دي کتلي او بې احترامي یې ورته کړې ده.

نو که تاسو هم له چا سره وعده کوئ  ښه ده، چې لومړی خپل ځان باوري کړئ، چې ایا زه کولای شم خپله وعده پر ځای کړم که نه؟ له هغه ورسته بیا ور سره ژمنه وکړئ.

۵- خوښي او خوشالي هغه څه دي چې لاسته راوړل کېږي، یوازې په دې ځان پوه کړئ، چې چېرته پسې وګرځئ.

زه باوري یم ، چې تاسو کولای شئ په ژوند کې خپلو ټولو غوښتنو ته ورسېږئ، خو یوازنۍ لاره یې دا ده، چې له نورو کسانو سره هم مرسته وکړئ، تر څو خپلو غوښتنو ته ورسېږي ځکه ټول خلک غواړي یو ښکلی او بریالی ژوند ولري. حدیث شریف دی، ژباړه(( هغه څه چې د ځان لپاره یې خوښوئ د نورو لپاره یې هم خوښ کړئ.))

کیدای شي تاسو پوه شي، چې څه مو د خوښۍ او خوشالۍ سبب ګرځي او څنګه کولای شئ خپلو موخوته ورسېږئ، خو په دې هم باید پوه شئ، کله چې په ژوند کې د هغه څه په اړه، چې تاسو یې نه لري وځورېږي، پوهېږې ستونزه چیرته ده؟

ستونزه دا ده، چې تاسو د خدای پاک په هغه څه چې تاسو ته یې درکړي شکر نه دی ایستلی. که تاسو قدرپېژندونکي کسا نه وی هېڅکله به هم په ژوند کې خوښي ونه ګورئ او خوشاله به نه شئ.

ګرانه لوستونکیه: پوه شه، چې په ژوند کې د خوښیو، بریاو او توانمندیو تر ټولو ستره سرچینه په درکړ شویو څېزونو شکر ایستل او د هغه قدر پېژندل دی او بس!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x