ادبي لیکني

د ادب او اسلام ګډه لار

رحمت الله حکیمي

ادب داسلام له نظره څو تعریفونه لري احمد ابن حماس داساس الغة اثر کې  دادب په اړه ویلي  لومړی ادب په لغت کې جمع کولو ته وایي  ځکه وګړي ښوخویونو ته راجمع کوي اورابولي ، همدغه شان مونږ وایو چې دادب دژوند په تفسیرولو سره دبریمنې ټولنې دارتقا زړې راټولوي .

په قاموس المحیط کې ادب دظرف او حسن التناول په معنا راغلي که مو فکر کړی وي ، چې موږ په پښتو کې یوه اصطلاح لرو چې مړۍ دکاسې له مخې مزه کړي دلته قاموس المحیط مونږ ته وايي چې په ادب کې باید دظرف اومظروف ترمنځ داسې تړاو اوتطابق موجود وي چې ښکلا خپره کړي نو ادب دظرف په معنا چې په اصطلاحي معنا سره دکړه وړو ښه والي ته وايي دلته دنومړي تعریف څخه دوه برداشتونه اخیستل کیږي یو داچې په یو پنځګر یا لیکوال باید داسې څه وپنځوي چې د( څه او څنګه ؟) ترمنځ تړاو موجود وي یعنې خښته بې له قالبه نه جوړه نه کړي ځکه  دغه شکل یې قالب دی کیفیت اوجوړښت یې خاوره ده. بل داچې په ورځني ژوند کې دټولو کړو وړو لپاره یو چوکاټ جوړ شي.

دفقهاوو په نزد دادب اصطلاحي تعریف هماغه لغوي تعریف ته نژدې دی الکمال ابن هما ویلي دي چې (( الادب الخصال الحمیده )) یعنې ادب ښو خویونو ته وايي ( فتح القدیرپنځم جلد ( ۴۵۳ ) صفحه ) اسلامي فقهاوو دهر څه دپاره داب بیل باب ورکړئ او دهر څه سره یې مناسی اداب راټول کړي دي لکه ادب القاضي ،  اداب الصلوة ………. اونور

بعضې علماوايي چې (( وضع الاشیاء موضعها))  یعنې هر څه په خپل ځای کې اېښودلو ته وايي ( دطحطاوي ۴۱ پاڼه )

که دادب پورته پېژندنې ته فکر وکړو ډېر په ځای اوباوري تعریف دی ځکه ویل لیکل او نورو کړه وړه بې له سببه نه کیږي  اودغه سبب ورته ظرف جوړوي نو کومه خبره که لیکنۍ وي یا ګړنۍ  وي دویلواو لیکلو خپل ځای غواړي که  دهقان ته څوک ووایي چې ( مور مې دزړه په کایناتو کې دباران لومړی څاڅکی دی ) دغه خبره به نظر دې  خبرې ته چې  ( مور ډېره راباندې ګرانه ده  )

دومره اثر پرې ونه کړي یا داچې ددهقان سره ددیموکراسۍ په زیانونو غږیږې داسې کړنه نه ادب ایجابوي او نه یې غوښتنه ده .

ادبیات دژبې سره ټینګ تړاولري هغه وسیله ده ، چې دوګړو ترمنځ دافهام اوتفهیم سربېره دهغوی دافکارو تعبیر کوي خو ژبه اسلامي علماوو داسې تعریف کړې (( جسم لحم طویل ،متحرک یکون فی الفم ، یصلح للتذوق والبلع والنطق ) ) یعنې ژبه هغه  جوړ شوی جسم دی چې متحرک دی په خوله کې واقع دی درې دندې لري دیوه شي څکل ، دیوه شي تیرول او دیوه لفظ یا لغت ویل او لغة بیا هغه څه ته وايي ، چې هر قوم دخپلو اغراضو تعبیر پرې کوي نو ژبه او لغة په یو لحاظ یو دبل سره مترادف او په بل لحاض مغایر دي ( لسان العرف الوسیط ماده لسن )

دژبې دارزښت په اړه  که دې حدیث شریف ته فکر وکړو (( چې څوک په خدای او آخرت ایمان لري یادې دخیر خبره وکړي اویادې چپ شي ) ( بخاري اومسلم شریف ) دلته څرګنده شوه چې چپ پاتې کیدل دګونکي ځانګړنه ده نو که څوک سمه اوپرځای خبره نه کوي نو چپ دې پاتې شي دلته مو دغه مبارک حدیث شریف بیرته ددغه ایت شریف (( وقولو لناس حسناً ))  له خوږو څخه برخمن کوي .

ژبه دنطق اوخبروکولو اړینه وسیله ده ، ځکه چې همداخبرې دي چې لفظونه جوړوي اوپه واسطه یې لیکنۍ اوګړنۍ ویناوې جوړیږي ؛ نو هغه څوک چې ددغو جوړولوقابلیت اوتوانایي په سمه توګه لري هغه ویناوال اولیکوال دی لیکوال ته په عربي کې کاتب وايي که موږ داسلام لارښوونو وته ځیر شو نو کولای شو لومړنیو نازل شوو ایتونو ته پام سره چې الله (ج) دکتابت آله قلم یادکړی یادانفطار سورة ته په کتوسره چه ملایکې د انسانانو اعمال لیکي یادالبروج سورة ته په کتوسره چې دهرڅه دپاره حتیْ دقرانکریم دپاره ثبت محفوظه  شته ( بل هوقرآن مجید  فی لوح المحفوظ ) همداشان دوحیې کاتبان چې شمیریې لسګونو تنو ته رسیږي هر یو دستاینې وړدی پورتنی ټولې خبرې دکتابت اوکاتب ارزښت راپه ګوته کوي دانسانانو دمعاملاتو په اړوند دقرانکریم دالبقرې سورة ( ۲۸۲) نمبر ایت دکاتب صفات اودکتابت اهمیت راپه ګوته کوي لازمه ده چې کاتب عادل وي دکتابت نه انکار ونه کړي اوخلک باید دکاتب رعایت وکړي هروړه اوغټه خبره په هغو کې ولیکي .

علما دهر هغه څه  سره چې دقرآن اوحدیث سره په تضاد کې نه وي هغه که نظم وي یانثر وي لرې والی نه ښيي  په پښتو ژبه کې عبدالرحمن بابا هغه شاعر دی چې شعرونه یې په زیاتو ایاتونو اوحدیثونو مشتمل دي  لکه دنوموړي داشعر :

ښه ده ښه ده دا دنیا ـــ چې توښه ده دعقبیْ

په دنیا کې بدي نشته   ـــ  که بدي نه وي له تا

دپورتني شعر مضمون کټ مټ ددغه حدیث شریف شرحه ده چې (( الدنیا مزرعه الاخرة ))  همدا علت دی چې پیاوړي شاعر شعرونه اوویناوې ډېر ځله د دین دعلماوو لخوا په ممبرونو ویل کیږي اوپه یوه لوړ ارزښت ورته قایل دي ځکه علما دهرشي دحسن اوقبح دپاره قران اوحدیث معیار بولي که په نوموړي معیاربرابر وو ښه اوکه نه قبح حسابیږي .

همدارنګه په ادب کې نقد یوځانګړی ارزښټ لري ځکه همدغه لاره ده چې ادب خپل منزل ته رسوي په عین وخت کې لوستونکي اولیکوال ته پول جوړوي که کره کتنه په حقیقي ډول دسمون په معنا واخلو نو دژوندپه ټولو چارو کې دغه چاره اړینه ده په دینو اصولو کې د ( امر باالمعروف اونهی عن المنکر ) الهي فرمودې بیخي فرض ده ،ځکه چې دهر مسلمان لازمي دنده ده دابي کره کتنې سره یې یوازې په دې توپیر لري چې په ادب کې دسمون دنه راوستلو په خاطر به یوازې ادب ټکنی شي اوټولنه به متضرره شي  نو داچې ټولنه څه شی جوړوي هغه الهي امور اوقوانین دی  چې نه مرعات کوي یې دانسان دهلاکت اوتباهۍ سبب ګرځي . لنډه داچې دژوند په هره عرصه کې سالمه نیوکه دترقۍ ګام دی .

کله وارې په ادبیاتو کې دریاضت خبره کیږي، یا ویل کیږي چې شاعري کول ریاضت غواړي ریاضت په اصل کې داس دبچي رام کولو ته وايي اوپه اصطلاحي تعریف سره خپل نفس اوهواس ترولکې لاندې راوستل همدا ډول دنفس دتهذیب ، دښو اخلاقو دکسب کولو ،عبادت اوتفکر کولو په موخه چار تر سره کول چې صوفیان یې دګوښه کښېناستلو له لارې دعبادت کول اونفس تذکیه بولي ؛ خوپه هر صورت دغه اصطلاح په ادبیاتو کې په ځانګړي ډول پښتو ادبیاتو ډېره کاروله کیږي ، ډېر ځله وایو چې شاعري ریاضت غواړي دلته موږ په لومړي قدم کې دخپل شاعر نه دنفس پاکي اوروڼوالی غواړو  وروسته یې شعر په موږ تاثیر کوي

……. نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x