
غزل: مطيع الله جواد
مطیع الله جواد
راشه چې وڅېړو د نن ورځې حالات اديبه
لږ به کړو شاته دا د خال و خد خيالات اديبه
په پښتنو بلکه په ټول اهل اسلام څه حال دی
دا به ښه نه وي چې لا ستايو جماليات اديبه
ما و تا وينو چې ظلمونه بې پايانه کيږي
هسې نه موږ څخه يې هم وشي سوالات اديبه
چې د مظلومو ولسونو اوښکې لا بهوي
رب دې لمبه که د سرود سامان الات اديبه
دا د پرديو مزدوران او پردي مه ستايه نور
ستايه غازيان يا پر حضور ليکه صلوة اديبه
وايي جواد چې ما او تاته رب کمال راکړی
پکې راونغاړه د پاک رب کمالات اديبه