شعـــــرونه

غزل: محمدعلیم بسمل

محمد عليم بسمل 

وخته سپرلی شه چې نسیم غیږ کې غوټۍ ونیسي
چې د ژوند بڼ یې وږمې دخوشالۍ ونیسي

زه دخسوف لمنځونه کاندم اوتوبې باسمه
چې تورې زلفې دجانان دمخ سپوږمۍ ونیسي

دردونه ورک شي دلربا چې راترغاړې وزې
لکه میوند چې له فرنګه ملالۍ ونیسي

سپين پسرلی ،پسرلی مخ مې دې چې ویادیږي
شعرونه راشي دخیال دښته مې کیږدۍ ونیسي

ماذدیګر رنګه اننګوته دې چې وګورمه
دزړه ګودرمې دسوالونو جینکۍ ونیسي

داسې ښکاریږي ستا معصومې مړاوې،مړاوې سترګې
لکه ورکوټي ماشومان چې وچکۍ ونیسي

موږافغانان یې که لاسونه چاته ونه تړو
داسې نرنشته چې له موږنه ازادۍ ونیسي

خدایه چې وې مني دهرچا زړه بلقیس کړه ورته
هریوغزل مې سلیمان کړه چې نړۍ ونیسي

هغه تیارو کې غزولی شي رڼا بسمله
چې لکه شمعه غوندې اور په ککرۍ ونیسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x