نظــر

راسۍ نن ډیموکراسی وسپړو

عبدالرازق درانی

ډیموکراسی موږ ته یو اصول په لاس راکوی چی عبارت دبیان آزادې، دښه دولت دارۍ څخه ځان برخمن کول، په خپل منځ کی سیاست پوه  وړ او ایمانداره کسانو ته واک په لاس  ورکول دي.

ډیموکراسی په داسی یو هیواد کی د ولس په زیان دۍ چی هغه نه سیسټم لری یا په بل حساب چی هلته ټوپک حاکم وی، فساد موجود وی، زور واکی، تر قانون لوړ شتمن دقانون پر وړاندې مسولیت نلری ځکه دلته بیا هم دهغه ټوپکسالار دحاکم کیدو ویره شته چی سیمه ایز واک یی په لاس کی وی.

موږ یی لوۍ مثال افغانستان ایښودای سو  افلاطون هم په دې نظر و دۍ وایی چی ډیموکراسی د جهالت واکمنی ده په داسی هیواد کی شتمن ناپوه بدماش ټوپکسالار ظالم کسان یوازی کولای سی پر سر د اقتدار راسی، دلته دخلګو رایه ته اعتبار نه ورکول کیږې دغریب حق ترپښو لاندی کیږی، ملی شتمنی خپل مال ګڼل کیږې، دلته ډیموکراسی په نوم یوه بده پدیده ترسترګو کیږې، شتمن کسان کولای سی چوکۍ په پیسو رانیسی او غریب وړ کسان سیاست ته نه پریښودل کیږی چی دخیل سی، په داسی یو هیواد کی اصلا واک د نا اهلو کسانو لاس ته لویږی، وړ کسان یوازی د دوي اداری مامورین جوړیدای سی او یاد کسان به هم د دوی محافظه کاران وی،  په داسی هیوادو کی ډیموکراسی په لنډ وخت کی په کلیپټو کراسی اوړې، دا اصطلاح دلرغونی یونانی ژبی د دوو کلمو ترکیب دۍ چی کلیپټو دغله یا غلو په معنا کراسی دحکومت یا واکمنۍ په معنا ده،  په اصطلاح کلیپټوکراسی دغلوحکومت ته ویل کیږې، کلیپټو کراسی هغه سیاسی رژیم دۍ چی واکمن پوړ په رشوت او اختلاس بوخت دی او سیاسی واک او اقتصادی سرچینی یوازی دخپلو ځانی شتمنیو لپاره کاره وی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

‌‌‌‌‌‌ډیموکراسی په یونانی یا لاتینه ژبه کی د خلکو واکمنی ته ویل .‌‌‌‌‌‌ډيمو په لاتینه ژبه کی خلکو ته او کراسی قدرت ته ویل کیږی .خو زموږ په هیواد او نورو اسلامی هیوادونو کی منافیقینو ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسی د ښځی له خپل میړه څخه د بغاوت کولو یوه وسیله ګرځولی ځکه چی دوی منافقان دی ددوی ذاتی خصلت همدا دی چی باید ووایی یو څه او عمل په بل څه وکړی . همدا کسان چی د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسی ناری وهی ددوی لپاره. خلکو ته په قدرت یا حکومت کی برخه ورکول د خلکو په خوښه د حکومتداری کول هیڅ اهمیت نلری په هغه… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

نوموړو فاشستی کړیو چی ددوی ټول افکار د وحدت الوجود له قاعدی سرچینه اخلی زموږ پر خلکو داسی شرط ایښی یعنی دوی زموږ خلکو ته داسی وای که چیری تاسی غواړی چی په نظام او واکداری کی برخه واخلی نو لومړی دا د میړنتوب له ذهنیت څخه لاس پر سر شی . دا میړنتوب کیفیت په ځان کی ورک دلته مطلب دادی چی له ټولو لومړی دا د ناموس داری ذهنیت په ځان کی له منځه یوسی . دلته دوی ‌‌‌‌‌‌ډیر خطرناک چال کاروی دوی په یوه لاس خلکو ته ازادی ورکوی او په بل لاس دا ازادی له خلکو… نور لوستل »

(محمد عبدالله)

اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم قُلْنَا اهْبِطُواْ مِنْهَا جَمِيعاً فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ(38) وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (39) چی دالله هدایت موجود دی نو ددیموکراسی او کفرکراسی او دجالکراسی اونفس کراسی او شیطان کراسی زای چیرته پاتی ده دا دموکراسی خو نږدی ده نړی غرق کړی ددی دموکراسی له لاسه انسانان خو لا سه کوی دوچو او سمندرونو حیوانات اوحتی دهوامرغان هم په عذاب دی همدا ددجال دجالکراسی ده چی دنیا کی رنګارنګ زهر الود لوګی او مواد بیا دخوراکونو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x