ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳۰) – ازمايښت يو دائمي سنت دی

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

يقين وکړئ په دې چې ازمايښت يو دائمي سنت دی

الله تعالی جل جلاله فرمايي ) اَحَسِبَ النَّاسُ اَنۡ یُّتۡرَکُوۡۤا اَنۡ یَّقُوۡلُوۡۤا اٰمَنَّا وَ ہُمۡ  لَا یُفۡتَنُوۡنَ ﴿۲﴾ وَ لَقَدۡ فَتَنَّا الَّذِیۡنَ مِنۡ قَبۡلِہِمۡ فَلَیَعۡلَمَنَّ اللّٰہُ  الَّذِیۡنَ صَدَقُوۡا ( (العنکبوت آية :۲- ۳ ).

ژباړه : آيا ګمان کوي دا خلک د دې چې پرې به ښودل شي دوی په همدومره ويلو چې ووايي دوی ايمان راوړی دی مونږ حال دا چې دوی به ونه ازمويل شي ؛ او خامخا په تحقيق ازمويلي وو مونږ هغه کسان چې له دوی نه ړومبني وو، پس خامخا معلوم به کړي هرو مرو الله تعالی په ظاهري علم سره هم هغه کسان چې رښتوني دي د ايمان په دعوه کې.

يعنې په ژبې سره د ايمان دعوه کول دومره آسانه نه دي، هر څوک چې د ايمان دعوه کوي نو امتحان او ابتلاء ته دې هم تيار شي ! همدغه د امتحان محک (کاڼی) دی چې پرې سره او کوټه معلوميږي، په حديث کې راځي له ټولو سخت امتحان د انبياؤ دی، وروسته له هغو د صالحينو بيا درجه په درجه د هغو خلکو دی چې له هغو سره مشابهت لري او د انسان امتحان د ده د ديني او ايماني حيثيت سره سم اخيستل کيږي، په هره اندازه چې انسان په خپل دين او ايمان کې مضبوط او سخت وي په هماغه اندازه له هغه سخت امتحان اخيستل کيږي.

له ړومبنيو انبياؤ او تابعانو ډير سخت او لوی امتحان اخيستل شوی دی، په صحيح بخاري شريف کې دي چې صحابه ؤ رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت  کې عرض وکړ چې يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! زمونږ لپاره د الله تعالی له درباره مرسته وغواړه او دعا وکړه ! دا هغه زمانه وه چې د مکې معظمې مشرکينو پر مسلمانانو ډير ظلمونه او تيري کول، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وويل : چې پخوا له تاسې به يې يو ژوندی انسان په زمکه ولاړ خښاوه او بيا به يې د هغه په سر آره راښکله او د هغه وجود به يې په منځ دوه ټوټې کاوه، د ځينو نورو له وجود څخه به يې د اوسپنې په ږمنځو پوستکي او غوښې تويولې، مګر سره له دې ټولو سختيو دوی يې له دين څخه ونه ګرځول.

همدا شان الله تعالی فرمايي ) اَمۡ حَسِبۡتُمۡ اَنۡ تَدۡخُلُوا الۡجَنَّۃَ وَ لَمَّا یَعۡلَمِ اللّٰہُ الَّذِیۡنَ جٰہَدُوۡا مِنۡکُمۡ وَ یَعۡلَمَ الصّٰبِرِیۡنَ ﴿۱۴۲﴾ ( (( آل عمران آية ۱۴۲)).

ژباړه : آيا ګمان کوی تاسې (اې تښتيدونکيو په احد کې) د دې چې داخل به شی جنت ته حال دا چې معلوم کړی به نه وي الله په علم الظهور سره هم هغه کسان چې جهاد يې کړی دی له تاسې ځينې او  په علم الظهور سره معلوم کړي دي الله صابران، ثابتان په سختيو کې.

يعنې الله تعالی تاسې د جنت دغه اعلی مقاماتو او لوړو درجو ته رسوي نو آيا تاسې داسې ګڼی چې همداسې بې له هيڅ ربړ ګاللو څخه آرام هماغه ځای ته ورسيږی او الله تعالی به له تاسې ځينې کومه پوښتنه نه کوي؟ او امتحان به له تاسې نه اخلي؟ چې څومره کسان له تاسې ځينې د الله تعالی په لاره کې جنګيدونکي؟ او څومره کسان د جنګ په وخت کې ثابت قدم پاتې کيدونکي دي؟ داسې خيال مه کوی، ځکه چې لوړو ځايونو ته هغه سړی رسيدلای شي چې د الله تعالی په لاره کې هر ډول مصائب او متاعب پر ځان آخلي، ربړونه ګالي او د ځان جارولو او مصاعبو لپاره تل تيار ولاړ وي.

همدا شان الله تعالی فرمايي ) اَمۡ حَسِبۡتُمۡ  اَنۡ تَدۡخُلُوا الۡجَنَّۃَ وَ لَمَّا یَاۡتِکُمۡ مَّثَلُ الَّذِیۡنَ خَلَوۡا مِنۡ قَبۡلِکُمۡ ؕ مَسَّتۡہُمُ الۡبَاۡسَآءُ  وَ الضَّرَّآءُ وَ زُلۡزِلُوۡا حَتّٰی یَقُوۡلَ الرَّسُوۡلُ وَ الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا مَعَہٗ مَتٰی نَصۡرُ  اللّٰہِ ؕ اَلَاۤ اِنَّ نَصۡرَ اللّٰہِ  قَرِیۡبٌ ﴿۲۱۴﴾( (( البقرة آية ۲۱۴) ).

ژباړه : آيا ګمان کوی تاسې اې مؤمنانو چې ننه به وځی تاسو جنت ته حال دا چې راغلی به نه وي په تاسو باندې په مثل د سختيو د هغو کسانو چې تير شوي دي پخوا له تاسې چې رسيدلي وي دوی ته سختۍ (لکه فقر، مرض او رنځ) او ګرځول شوي وو دوی په (سختيو) سره تر هغه پورې چې وئيل به هم رسول او هم هغو کسانو چې ايمان يې راوړی وو سره له ده چې کله به وي نصرت د الله؟ خبردار شی ! واورئ! چې بيشکه نصرت د الله تعالی نږدې دی ( مؤمنانو ته).

دا پخوا له دې نه ذکر شو چې د دښمنانو له لاسه انبياء عليهم السلام او د هغو امتيانو ته تل ربړونه او ايذاوې رسيدلې، نو اوس مسلمانانو ته ارشاد وشو چې آيا تاسې هيله لری چې په جنت کې به داخليږی؟ حال دا چې هغه ضررونه او ربړونه چې پخوانيو امتونو ته ور وړاندې شوی وو، هغه به تاسې ته نه دروړاندې کيږي؟

هو ! پخوانيو امتونو ته فقر، فاقه، مرض او د کفارو ويره دومره زياته ور وړاندې کيده چې د مجبورۍ او عاجزۍ په وخت کې به نبي او د ده امتيانو (الله تعالی) ته داسې دعاوې او عرضونه کول : اې الله ! ستا هغه اعانت او امداد چې وعده يې کړی شوی ده کله به را ورسيږي؟ يعنې د بشريت په مقتضاء سره د پريشانۍ په وخت کې به د مايوسۍ په ډول سره داسې خبرې د هغو له خولو څخه وتلې، لکه چې زمونږ بلخي مولوي صاحب حضرت مولانا جلال الدين رحمه الله په مثنوي کې هم فرمايي.

چې بدانو اتفاق وکړ انکار ته ^ انديښمن پيغمبران شول دې کار ته

لکه چې پورته وويل شول داسې اوضاع به د اضطرار په وخت کې د انسانيت په تقاضا سره واقع کيدله، چې له هغې ځينې په دوی د شک او د شبهې هيڅ کوم الزام نه راته او کله به چې خبره تر دې حده رسيده نو د (الله) رحمت به متوجه شو او ارشاد به وشو چې اوښيار شی ! د الله جل جلاله مدد در ورسيد او مه ويريږی.
نو اې مسلمانانو ! تاسې هم د دنيوي تکاليفو او د دښمنانو له غلبې څخه مه ويريږی !  صبر او تحمل وکړی او ثابت قدم واوسئ.

نو ثابته شوه چې ازمايښت او امتحان يو دائمي سنت دی په کوم کې چې هيڅ تغير او تبديل نشي راتلای، الله تعالی جل جلاله فرمايي ) وَ لَنۡ  تَجِدَ  لِسُنَّۃِ  اللّٰہِ  تَبۡدِیۡلًا ( (( الفتح آية ۲۳))) وَ لَنۡ تَجِدَ  لِسُنَّتِ  اللّٰہِ تَحۡوِیۡلًا ( ((الفاطر آية ۴۳)).

يو شاعر فرمايي.

ثمانية لابد منها علی الفتی ^ ولابد ان تجری عليه الثمانية

سرور، وهم، واجتماع، وفرقة ^ وعسر، ويسر، ثم سقم وعافية

په ځوانانو باندې د اتو شيانو راتلل لازمي دي او هم د دوی په دغو اتو شيانو باندې ښکار کيدل ضروري دي، خوشحالي، غم، ملاپ، جدائي، تنګي، آساني، ناجوړتيا او تندرستي.

لهذا کله چې تاسو ته په يقيني ډول معلومه شي چې ازمايښت ضروري دی د ستاسو او د نورو مؤمنانو په ازمايښت کې مبتلا کيدل سنت جاريه دي نو تاسو ازمايښت آسانه محسوس کړی او تاسو په دې خبره باندې ښه پوه شی چې يقينا تاسو لوی اجر او خير وګټلو کله چې تاسو د ايمان او د دعوت په لاره کې له ازمايښت سره مخامخ شی او په ازمايښت کې مبتلا شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x