ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳۱)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

پوه شئ ! کوم مصيبت چې تاسو ته رسيږي يقينا هغه د ستاسو په تقدير کې ليکل شوی وي

تاسو په هغه مصيبت باندې ولې غمجنيږی کوم چې تاسو ته ورسيږي، سره له دې چې بې له شکه هغه مصيبت د ستاسو په تقدير کې ليکل شوی وي او هغه تقدير د آسمان او مځکې له تخليق څخه هم مخکې ليکل شوی دی.

الله تعالی جل جلاله فرمايي مَاۤ  اَصَابَ مِنۡ مُّصِیۡبَۃٍ  فِی الۡاَرۡضِ وَ لَا فِیۡۤ  اَنۡفُسِکُمۡ  اِلَّا فِیۡ  کِتٰبٍ مِّنۡ قَبۡلِ اَنۡ نَّبۡرَاَہَا ؕ اِنَّ  ذٰلِکَ عَلَی اللّٰہِ یَسِیۡرٌ ﴿ۚۖ۲۲﴾   (الحديد آية ۲۲).

ژباړه: نه رسيږي هيڅ مصيبت، آفت (غم) په ځمکه او نه د ستاسې په ځانو کې مګر هغه خو ليکل شوی دی په کتاب (لوح محفوظ) کې پخوا له دې څخه چې پيدا کړی وي مونږ هغه په دنيا کې، بيشکه دا اندازه پخوا له پيدا کولو پر الله جل جلاله ډيره آسانه ده.

په دنيا او ټوله نړۍ کې هغه عمومي آفتونه لکه قحط، زلزله، وبا او نور چې راځي او هغه غمونه او آفتونه لکه رنځ، درد، ناروغي او نور کوم چې په ځينو سړيو کې ليدل کيږي، دا ټول د الله تعالی په علم قديم کې شته او فيصله يې صادره شويده او په لوح محفوظ کې ليکل شويدي چې له هغه سره سم دا ټولې پيښې واقع کيږي او د يوې زرې په اندازه هم په هغه کې څه شی نه لږ او نه ډيريږي.

يعنې الله تعالی د هر شي علم په ذاتي ډول سره لري او په زحمت او تکليف يې نه زده کوي، نو بيا هغه ته د علم محيط سره سم د ټولو واقعاتو او حوادثو ليکل پخوا له وقوع څخه په هغه کتاب (لوح محفوظ) کې آيا کوم مشکل کار دی؟ بلکه ډير ورته سهل او آسانه دی، نو خبر کړی تاسې الله تعالی اکرم شانه واعظم برهانه په دې سره.

په دې حقيقت مو ځکه تاسو ته خبر درکړ چې تاسې ښه وپوهيږی هغه ښيګڼې کومې چې تاسو لره مقدرې دي هغه به ضرور درته رسيدونکې وي او هغه چې مقدرې نه دي هيڅکله په لاس نه درځي، هر هغه شی چې د الله تعالی په قديم علم کې مقرر او ټاکل شوي دي هماغسې کيدونکي دي، نو ځکه که کومه ګټه د چا لاس ته ونه رسيږي ښائي چې پرې خفه، مضطرب او پريشانه نشي او هغه څه چې په برخه يې ورسيږي په هغه باندې ځان تريخ، تريو او مضطرب نکړي، بلکه د مصيبت او ناکامي په وخت کې صبر وکړي او د هوسائي او کاميابي په وخت کې شکر او حمد ووايي.

لهذا کله چې تاسو په دې پوه شوی کوم مصيبتونه چې په تاسو راځي يقينا الله تعالی هغه د ستاسو په حق کې ليکلي، نو د داسې عقيدې خاوندان بيا ولې مايوسه کيږي سره له دې چې دوی په دې هم پوهيږي چې د زمکې او آسمان له تخليق څخه مخکې د دوی تقدير ليکل شوی او هر څه چې د دوی په مقدر کې دي هغه ضرور په دوی باندې راتلونکي دي او کوم شی چې د دوی په مقدر کې نشته هغه ورته هيڅ نقصان نشي رسولای.

يو شاعر فرمايي

ای يومي من الموت افر – يوم لا قدر او يوم قدر

يوم لا قدر لا ارهبه – ومن المقدور لا ينجو الحذر

زه په خپله کومه ورځ کې له مرګ څخه وتښتم، له هغې ورځې کومه چې زما په مقدر کې نشته، يا له هغې ورځې کومه چې زما په مقدر کې ده، هغه ورځ کومه چې زما په مقدر کې نشته له هغې څخه نه ويريږم او هغه ورځ کومه چې زما په مقدر کې ده له هغې څخه تيښته نجات نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x