نظــر

د غرب په قاموس کې د ډيموکراسۍ مصداق

n00000591-bد مصر وروستيو جرياناتو وښودله چې دغرب په قاموس کې ډيموکراسۍ د غرب له غلامۍ، بې دينۍ، فحاشۍ او له اسلام او ولس سره له غدارۍ څخه عبارت دی.د غرب په نزد همدا د ډيموکراسۍ اساسات دي، که څوک غواړي چې ځان د غربي ديموکراسی مصداق جوړ کړي بايد پورتني اساسات يې په ځان عملي کړي.

په حافظ محمد مرسي باندې له مخکې پلان شوې کودتا ولو که دولس لخوا په منتخب شوي ولسمشر وه خو بيا هم قانوني وه ځکه د غرب په اشاره وه، قانوني ځکه ټوني بلير وويل چې له پوځ سره له کودتا پرته بله چاره نه وه.

قانوني وه ځکه د امريکا د خارجه چارو وزير وويل: چې دمرسي واکمنئ ديموکراتيکه نه وه، ځکه خو دسپينې ماڼۍ وياند په مرسي د پوځ تيری په کودتا نومولو څخه ډډه وکړه، ځکه هغه دغرب غلامۍ ته پوره غاړه نه کيښوده، ځکه هغه بې دينه نه وو، هغه خو دمسلمانانو دسپيڅلي کتاب قرآنکريم حافظ وو، او حتی په مستحباتو د عمل کولو ليوالتيا يې لرله.

د اخوانيانو په بې ترسه وژل کيدو هيچا غوږ ونه ګراو ځکه هغوی خو اسلامپال وو، په هغوی د غرب دبشريت تعريف نه صادقيدو، هغوی فحاش نه ول، دهغوی په لاريونونو کې د جنسي تيري يوه پيښه هم ثبت نه شوه پداسې حال چې دمحمد مرسي دمخالفينو په اصطلاح دليبراليانو په لاريونونو کې د جنسي تيري د سلهاوو پيښو راپورونه غربي مطبوعاتو ورکړل چې ځينې پکې د ډله ييزو جنسي تيريو پيښې هم وې.

د مصر دپوځ په ناتاره ډزو ګڼ شمير ښځې ټپيانې او ووژل شوې خو غربي نړی يې په وړاندې شرموونکې چوپتيا اختيار کړه ځکه هغه ښځې دغرب په قاموس کې په ښځو کې څه چې په انسانانو کې هم نه وې شمار، ولې ځکه باحجابه وې، په پرده کې وې، بې حيا نه وې، لڅې نه وې.

د پوځ په بې رحمانه ډزو د مرسي په پلويانو کې ګڼ شمير واړه ګلونه هم وريژيدل، ماشومان په شهادت ورسيدل، خو دماشومانو دحقوقو فعالان غلي دي، ځکه دمسلمانانو ماشومان هم په دنيا کې دژوند کولو حق نلري.

د صليب ځيره خورې ميډيا هم د لاريونونو پر مهال او هم له لاريونونو وروسته دغرب ګټو ته لومړيتوب ورکړ، دحقائقو د پټولو هڅه يې وکړه، د مرسي د پلويانو په مظاهرو باندې يې پردې واچولې حال دا چې دهغه د پلويانو شمير د هغه د مخالفينو له شمير څخه زيات وو.

د جمهوري رياست په وړاندې چې کله د محمد مرسي په لسګونه پلويان د پوځ په ناتاره ډزو په شهادت ورسيدل او په سلهاوو ټپيان شول نو صليب پلوه رسنيو ټوله پړه په اسلامپالو ورواچوله، د محمد مرسي پلويان يې ګرم وبلل، او دپوځ دې بيان ته يې هوا ورکړه چې مظاهره کوونکو وسله درلوده، او ډزې لومړی مظاهره چيانو پيل کړي.

حال دا چې آزادو سرچينو د ګڼ شمير حقائقو په اساس د پوځ دا خبره درواغ وګڼله او رسنۍ يې په دوه مخی تورنې کړې.

آيا څوک چې دتشدد اراده لري هغه له ځان سره کوچنيان او ښځې بيايې؟

په مظاهره چيانو د سهار دلمانځه پر مهال د پوځ لخوا ډزې شوي، نو آيا په لمانځه کې دسجدې پر مهال تشدد امکان لري.؟

مظاهره چيانو دشا لخوا مرمی خوړلي که هغوی وسلوال وای ولې مخامخ نه لګيدل؟

له تحقيق وروسته معلومه شوه چې دمصر د پوځ وژل سرتيری په خپله دپوځ په ډزو وژل شوی نه د مظاهره چيانو په لاس، ځکه د مظاهره چيانو په لاس کې يوازې کاڼي او اور اچوونکي مواد وو، هغوی ټوپک نه درلودل او وژل شوي عسکر دمصر جوړه شوې مرمۍ خوړلې.

مسلمانان په ځانګړې توګه اسلامي ګوندونه بايد د مصر له پيښو څخه عبرت واخلي د غرب په ديموکراتيکو شعارونو، رمباړو، او چيغو ونه غوليږي او پدې بايد پوه شي چې دغرب په قاموس کې په دوی باندې تر هغو دبشر تعريف نه تطبيقيږي، او نه يې ديموکراسی په ديموکراسی منل کيږي څو چې له خپل دين څخه بيزاره شوي نه وي، همدا درب العالمين وينا او دقرآنکريم پريکړه ده.

وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ }البقرة120

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x