ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۲۶)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د شيطان لومه

شيطان الله تعالی جل جلاله ته وويل : اې الله ! تا خو زه له جنت نه د آدم عليه السلام په سبب وشړلم، اوس ما ته د هغه په اولاده باندې غلبه کول راکړه، الله تعالی جل جلاله ورته وفرمايل : ما تا ته له انبياؤ عليهم السلام پرته په نورو ټولو انسانانو غلبه درکړه.

شيطان : نوره هم راکړه.

الله تعالی جل جلاله: څومره چې د آدم اولاده ده هومره به ستا هم وي.

شيطان : نوره هم راکړه.

الله تعالی جل جلاله: ما د هغو سينې ستا د اوسيدو ځای وګرځولې، ته به د هغوی په بدن کې د وينې په څير ګردش وکړې.

شيطان : نوره غلبه هم راکړه.

الله تعالی جل جلاله : له تا پرته خپل ټول پياده او سپاره فوځونه را وغواړه، د هغوی په مرسته د آدم اولاده د حرام مال ګټلو لپاره اماده کړه، او د حيض په ورځو کې د کور والي له امله اولادونه ورکړه، او د حرام کاري وسايل ورته مهيا کړه، او شرکي زده کړه ورکړه، لکه عبدالعزی او نورو ته، د بيکاره خبرو، خرابو اعمالو او غلطو مذهبونو په ذريعه يې ګمراه کړه، د درواغو اميدونه ورکړه، لکه د باطلو معبودانو شفاعت.

د پلرونو او نيکونو په کرامتونو فخر، د اوږدې مودې په هيله په توبه کې ځنډ او داسې نور، دا ټول د تهديد په ډول وو، لکه چې الهي فرمان دی :
(اعملوا ماشئتم)
هر څه چې غواړې وې کړه.

بيا حضرت آدم عليه السلام عرض وکړ : اې الله ! تا زما په اولاده ابليس مسلط کړ، له هغه نجات ستا له رحمت پرته نشي کيدلای.

الله تعالی جل جلاله : زه به ستا هر اولاد ته يوه يوه ساتونکې فرښته وليږم.

آدم عليه السلام : نوره مرسته هم ور سره وکړه.

الله تعالی جل جلاله : د ژوند تر اخيرنی سلګۍ به د هغو توبه قبوله کړم.

آدم عليه السلام : نوره مرسته هم ور سره وکړه.

الله تعالی جل جلاله : د يوې نيکی ثواب به لس چنده ورکړم.

آدم عليه السلام : نوره مرسته هم ور سره وکړه.

الله تعالی جل جلاله : د هغو لپاره به خپل مغفرت او بخښنه عام کړم، زه بې نيازه يم.

آدم عليه السلام : اې زما ربه ! همدا کافي دي.

شيطان : اې الله ! تا د آدم په اولاده کې نبيان پيدا کړل، په هغو دې کتابونه نازل کړل، زما نبي او کتابونه به څه وي.

ځواب ورته وشو : کهان به ستا رسول وي، کتاب به دې وشم وي، درواغ به ستا حديث وي، شعرونه به ستا قرآن وي، موسيقي به ستا مؤذن وي، مسجد به ستا بازار وي، حمام به دې کور وي.

خوراک به دې هغه غذاء وي چې بسم الله پرې نه وي ويل شوې، شراب به دې نشه وي، او ښځې به دې جال (لومه) وي (مکاشفة القلوب، ص : ۵۴ – ۵۵.).

هر کله چې ښځه د شيطان لومه ده، نو بيا ولې د ښځې په سر خپل خواږه مور او پلار خفه کړی شي.

په همدغه لومه کې ډير خلک را ګير دي، سره خفه کيږو به نه که رښتيا وويل شي نن صبا په همدغه لومه کې د شيطان لپاره ښه ښکار هغه له افغانستان څخه د باندې د نورو هيوادونو مسافر دي.

په ټولنه کې ليدل کيږي چې په سلو کې نوي فيصده کورنۍ په همدغو هيوادونو کې د ميشتو مسافرو دلاسه خرابيږي، وروڼه سره جلا کيږي، مور او پلار خفه کيږي، خپل خپلوان او دوستان خفه کيږي، يوازې د مسافر صيب کورودانه خوشحاله کيږي.

په خپلو سترګو مو ليدلي چې مور پلار به يې د ترخې ګولۍ روپۍ نلري، خو د مسافر صيب کورودانه به ډول ډول خوراکونه کوي، مور پلار به يې د تن پټولو لپاره جامې نلري، خو د مسافر صيب کورودانه به په ورځ کې څو ځلې سنګار کوي.

همدا مسافر دي چې همدغه کرغيړن، ناولی او پردی کلتور يې د افغانانو پاکې ټولنې ته راوړی، ټول نه يادوم، خو په سلو کې نوي له شک پرته يادوم.

مسافر که هر څه کوي خوښه يې خپله، خو په رڼا ورځ ورته ويلای شم که چيرته خپله ښځه په مور پلار پورته وګڼي ارمان به يې وکړي خو وخت به تير وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x