ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۲۷)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

مور او پلار د جنت دروازه

له حضرت ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : (مور يا پلار) د جنت د دروازو منځنی دروازه ده، اوس تاسو ته اختيار دی که غواړی همدغه دروازه ضايع کړی، او که غواړی ساتنه يې وکړی (سنن ابن ماجه، کتاب الادب، باب برالوالدين، جديث : ۳۶۶۳.).

د مور د خدمت له امله په جنت کې تلاوت

حضرت عائشة رضی الله عنها ويلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : زه جنت ته ولاړم، ما هلته د قرآن لوستلو آواز واوريد، ما له فرښتو پوښتنه وکړه : دا کوم کس دی چې د قرآن په تلاوت کې مشغول دی؟ فرښتو وويل : دا حارثه بن نعمان دی.

صحابه کرامو رضی الله عنهم چې دا خبره واوريده په زړه کې يې دا خواهش پيدا شو تر څو معلومه کړي حارثه رضی الله عنه د خپل کوم عمل په سبب دا فضيلت حاصل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په جنت کې د هغه د قرآن لوستلو آواز واوريد، چنانچه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د حارثه رضی الله عنه د همدغه فضيلت سبب په دې الفاظو بيان کړ چې :

دا هغه فضيلت او ثواب دی کوم چې له والدينو سره په نيکي کولو سره حاصليږي، او حارثه بن نعمان رضی الله عنه له خپلې مور سره د ډير ښه چلند کوونکی وو، دا روايت بغوي رحمه الله په شرح السنة او بيهقي رحمه الله په شعب الايمان کې نقل کړی (مثالي اولاد، ص : ۵۵، بحواله : شرح السنة، کتاب الادب، باب برالوالدين، حديث : ۴۱۸.).

مور او پلار د جنت او دوزخ ذريعه دي

له حضرت ابو امامه رضی الله عنه څخه روايت دی يوه کس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! په اولاد باندې د والدينو حق څه دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : هغوی دواړه ستا جنت يا ستا دوزخ دي (مشکوة المصابيح، ص : ۴۲۱.).

مطلب دا ده که چيرته له مور پلار سره غوره چلند وکړی شي، ټول عمر د دواړو د راحت او آرام لپاره کوښښ وکړی شي، په ځان او مال د هغوی فرمانبرداري وکړی شي، نو ستا دا عمل جنت ته د تلو سبب جوړيږي، او که چيرته د هغوی نافرماني وکړی شي، تکليف ورکړی شي، نو دا ستا لپاره دوزخ ته د تلو سبب جوړيږي.
مور پلار ته په ښه سترګه کتل له حج مقبول سره برابر دي

له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : له مور پلار سره نيک چلند کوونکی اولاد چې کوم وخت د رحمت په نظر والدينو ته وګوري نو د هر نظر په عوض کې الله تعالی جل جلاله هغه ته د حج مقبول ثواب ليکي، صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ : که چيرته روزانه سل ځلې نظر وکړي بيا هم همدا خبره ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو ! الله ډير لوی دی، کوم څه چې چا ته وغواړي ورکولی يې شي، او هغه جل جلاله ډير زيات پاک دی، د هغه جل جلاله لور ته د کمي او نقصان نسبت په هيڅ ډول صحي نه دی (مشکوة المصابيح، ص : ۴۲۱.).

په تفسير درمنثور کې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه داسې روايت هم منقول شوی : کوم وخت چې اولاد د خپل پلار لور ته نظر وکړي داسې نظر په کوم چې هغه خوشحاله کيږي نو اولاد ته د يوه غلام آزادولو ثواب ورکول کيږي، عرض وکړی شو که چيرته دری سوه شپيته (۳۶۰) ځلې ورته وګوري؟ وويل شول : الله تعالی له دې څخه ډير لوی دی، يعنې هغه جل جلاله په هر شي باندې قادر دی، په هر نظر باندې همدومره لوی اجر او ثواب ورکول هيڅ مشکل نه دي (درمنثور، از بيهقي.).

حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايلي : د پلار لور ته کتل عبادت دی، د کعبې لور ته کتل عبادت دی، د قرآن لور ته کتل عبادت دی، له کوم ورور سره چې د الله لپاره محبت وي هغه ته کتل عبادت دی (درمنثور، ج : ۴، ص : ۱۷۳، از بيهقي.).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x