نظــر

اوباما، مرسي او ظواهري

د القاعده مشر ډاکټر ایمن الظواهري د څوارلس کلن وو چې په اخوان المسلمین کې یې غړیتوب ترلاسه کړ، مګر کله چې د ځواني عمر ته ورسید له اخوان المسلمین سره یې مخه ښه وکړه.

اخوان المسلمین چې د سیاسې منډوترړو له لارې یې په مصر کې داسلامي انقلاب د راوستلو هڅه  کوله خو د جمال عبدالناصر د واکمنۍ په مهال ددې ګوند په فعالیتونو بندیز ولګید، چې د اخوان المسلمین ګڼ شمیر ځوان کارکونکې یې مزاحمت ته ټیل وهل، خو د وخت رژیم هغه مزاحمت کونکو ته د باغیانو نوم ورکړ او زندانونو ته یې واچول چې په هغو کې ډاکټر ایمن الظواهري هم شامل وو.

د زندان له راوتلو ورسته ډاکټر ظواهري د سیاسې هڅو په ځای د نظامي فعالیتونو لار ونیوله،اوخپلو اخواني ملګرو ته یې وویل چې د سیاست او جمهوریت له لارې د اسلامي نظام راوستل شونی ندي،ځکه چې په حکومت باندې د سیکولر عناصرو غلبه او واکداري ده او دوی دخپلې چوکۍ دساتنې لپاره ددنیا هر ډول ظلم ته جواز پیداکوي، نو پکار ده چې ددوی مقابله په رایو( ووټ) سره نه بلکې دټوپک په شپیلۍ وشې.  چې ځینې ځوانانو د ډاکټر ظواهري ملا وتړله او ځينې نورو بیا خپلو سیاسې هلوځلو ته دوام ورکړ.

 

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې اخوان المسلمین د عدالت او ازادي دګوند تر نامه لاندې د ټولټاکنو له لارې په مصر کې اکثریت ترلاسه کړ، مرسي یې  د ولسمشر په توګه ونوماوه.

دهغه له ټاکل کیدو ورسته ډاکټر ظواهري یو ۵۸ دقیقه یې ویډیویې پیغام کې په مرسي تنقید وکړ او ویې ویل چې ګواکې مرسي د فلسطین د ازادي لپاره هیڅ ګام نه اخلي، دنوموړي هدف مرسي نه بلکې دهغه پخوانی ګوند اخوان المسلمین وو. نوموړي په خپل پیغام کې ددې ثابتولو کوشش وکړ چې ګواکې جمهوریت یو فریب او جعل کاري ده او اخوان المسلمین له هغې لارې نشې کولای چې اسلامي نظام راوستلی شي. مرسي که له یوې خوا د ظواهري د تنقید نښه ګرځیدلی وو له بلې خوا د مصر فوځ او عدلیې هم له هغه سره سمه لار نه وړله، نه ولسي مسائل او ستونزې حل شوې تر څو چې په یوه کال کې دننه مصري فوځ، عدلیه، البرادعی او النور ګوند سره یو شول او مرسي یې راوپرځاوو. دا چې ملګرو ملتونو د مرسي دحکومت په نړیدو خوله پټه کړه او څه یې ونه ویل ددې ښکارندوینه کوي چې مصري فوځي جنرالانو له مخکې نه د عالمي زورواکانو ملاتړ حاصل وو.

دمرسي حکومت که څه هم یو لړ  تیروتنې او خامیانې درلودې خو په کومه طریقه چې هغه راوپرځول شو هغې دنړۍ په وړاندې د مصریانو مظلومیت ثابت کړ. اوس مشکل دا نه دي چې مرسي به بیا واک ته راشې کنه اصل مسئله داده چې ۱۳ جولای نه ورسته چې مصر د کومې کورنۍ شخړې خواته ټیل وهل شو،  دهغې به څه پایلې وي؟

زما په اند چې په مصر کې د روان اړودوړ  نه به ډاکټر ظواهري زیاته ګټه واخلي، او ددې کورنۍ جګړې اغېز ې به په افغانستان، پاکستان او یوشمیر اسلامي هیوادونو کې پریوزي، په مصر  کې د ټانک او ټوپک په توسط د اسلامپالو د حکومت دړنګیدو په وجه د ظواهري هغه موقف هم رښتینی ثابت شو چې د انتخاباتو له لارې داسلامي نظام نفاذ ناشونی دي.

هیره دې نه وي چې ظواهري په مصر کې له یوې داسې کورنۍ سره تړاو لري چې د مصریانو په منځ کې زیات اثر او رسوخ لري د هغه پلار په قاهره پوهنتون کې د طب ښوونځۍ  پروفیسور وو ددې کورنۍ غړی ایمن الظواهري هم د جراح ډاکټر  دنده په غاړه درلوده، هغوي له یوې سترې علمي کورنۍ سره تړاو درلود او په هغوی باندې دتشدد په وجه له القاعده سره یو ځای شو.

د ۱۹۹۶ کال د اپریل په میاشت کې اسامه بن لادن او ظواهري په سوډان کې میشت وو دا هغه مهال وو چې اسامه بن لادن به له سوډانه اسلامي تحریکونه جهاد ته رابلل، په هغو ورځو کې په سوډان کې انتخابات ترسره شول او اسامه بن لادن د حسن الترابي کلک ملا تړ وکړ، ترابي برلاسي ترلاسه کړه او دسوډان دپارلمان ویاند وټاکل شو، مګر هغه مهال سوډاني ولسمشر عمرالبشر  د امریکي فشار په وجه اسامه بن لادن د سوډان د پریښولو حکم وکړ خو حسن الترابي ددومره سترې چوکۍ سره سره هم د اسامه ملاتړ او ننګه ونکړای شوه او دهمدې کال په مئ میاشت کې افغانستان ته راغی.

کله چې د ۱۹۹۷ م کال په مارچ کې له اسامه سره زماملاقات وشو نو له هغوی سره د مصر د عالم عمر عبدالرحمان زوی هم وو چې اوس په امریکا کې بندي دي، هغوی هم د اخوان المسلمین په شان سیاسې هڅو ته ملا وتړله خو  دمصري حکومت دبندیزونو له کبله یې د هغوي په وړاندې دمسلح جهاد اعلان وکړ.

بیا په ۱۹۹۸م کال کې ما له اسامه بن لادن سره ملاقات وکړ نو له هغوی سره ډاکټر ظواهري هم ناست وو هغوي ماته د بیلګې په توګه د الجزایر د حکومت یادونه وکړه او ویې ویل چې اسلامپالو په ټولټاکنو کې برلاسي ترلاسه کړه خو د الجزایر فوځ هغوی له منځه یووړل چې د نړۍ په مخ د ټولو اسلامپالو لپاره یو درس دي.

کله چې د نهم سپتمبر له حملو نه دوه میاشتې ورسته ما له اسامه او ظواهري سره یو تفصیلي ملاقات وکړ نو ډاکټر صیب وویل چې د پاکستان په دستور کې پوځي بغاوت ته غداري ویل شوې خو ستاسې عدلیه هغو کسانو ته باغیان نه وایې چاچې په پوځي بغاوت  لاس پوری کړیدي، بلکې هغه د ((ضرورت)) له مخې جایز بولې نو ستاسې قانون دخندا وړ دي او داسې قانون نه جمهوریت ساتلی شي او نه پاکستان… بلکې پاکستان یوازې او یوازې جهاد ساتلی شي. په دې اړه ما له ډاکټر صیب سره بحث ونکړ.

څه موده وړاندې د ظواهر ي یو کتاب ( الصبح والقندیل) چاپ شو او مایې اردو ژباړه (سپیده سحر او ټمټاټا چراغ) مطالعه کړ  چې په هغه کې یې دپاکستان قانون کفر بللی وو ځکه چې ددې قانون په ۳۸ مه ماده کې له هیواد نه سود دختمولو ماده منظور شوې وه خو پوره نشوه. همدارنګه د ولسمشر ته د مرګ سزا د معافولو اختیار ورکول شویدي.

خو زه دډاکټر ظواهري له دريځ سره موافق  نه یم ځکه که زموږ پارلمان وغواړي نو سود ختمولی شي او دا اختیار په قانون کې ورکول شویدي، او که پارلمان وغواړي له ولسمشر څخه د معافي حق هم اخستلی شي او هغه په قانون کې موجود دي نو غلطي د قانون نه بلکې زموږ د منتخبو پارلماني غړو ده. خو زه دې خبرې ته په تشویش کې یم چې د پوځي زور په واسطه دجمهوریت دختمولو یا دسیاسي چارواکو د نااهله کولو ګټه هغه کسانو ته رسی چې غواړي د نظامې لارې نه انقلاب راولي.

د یادونې وړ ده چې اخوان المسلمین یوازې په مصر کې نه بلکې په سوډان، لیبیا، صومالیه، تیونس، الجزایر، یمن، کویټ، عراق، شام، بحرین ، موریطانیه او عراق کې په انتخاباتي هلوځلو کې شریک دي، په فلسطین کې د حماس ګوند ته هم د اخوان ملاتړ  ترلاسه شویدي، په پاکستان کې جماعت اسلامي هم  د اخوان المسلمین لړۍ کې شمیرل کیږي.

د محمد مرسي د حکومت له منځه وړل به ددې ټولو هیوادونو ځوان غړي د سیاسې جدوجهد په ځای نظامي هڅو ته سوق کړي، او کوم کسان چې افغاني او پاکستاني طالبانو ته مذاکراتو ته کولو او داساسي قانون دمنلو بلنه ورکوي هغوی ته هم د مرسي تګ زیات له تشویش نه ډک وو.

فرض کړئ چې طالبان ټوپک کښیږدي او په ټولټاکنو کې د شمولیت اعلان وکړي او برلاسي هم ترلاسه کړي نو څوک به ددې ضمانت ورکړی چې له دوی سره به هغه سلوک نه کیږي  کوم چې د مصر او الجزایر له حکومتونو سره وشو؟

منتخب حکومتونه همیشه د انتخاباتو له لارې واک ته رسیږي او له هغې له لارې له واک نه لیري کیږي خو د امریکا او ملګرو ملتونو د مرسي د حکومت د پرځولو په اړه مطلقه خاموشي د نړې اسلامپالو ګوندونه په دې اړه فکر کولو ته مجبوروي چې ایا د جمهوریت لار په مخه واخلي که ورسره مخه ښه وکړي؟

که یې څوک مني که نه د مرسي له پرځیدو سره نور  په قطر کې د افغاني طالبانو د نماینده ګانو او امریکا مذاکراتو وړاندي تګ ستونزمن بریښي،  دامریکایې حکومت پالیسي او تګلارې ظواهري په خپل دریځ کې رښتینی ثابت کړ، افغان طالبان په چا اعتماد وکړي، په ظواهري که په اباما؟

ښه خبره داده چې امریکا په کلکه د مرسي د حکومت د پرځولو غندنه وکړي.

لیکنه: حامد میر

ژباړه : عابرمسافر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x