ټکنالوژي

د ټویوټا (Toyota) کمپنۍ یو حیرانوونکی موټر جوړ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د موټر جوړولو پر برخه کې پيژندل شوې جاپانۍ کمپنۍ ټویوټا (Toyota) داسې یو موټر جوړ کړی چې څوک ګومان نه کوي چې دغه موټر حرکت هم کولی شي.

د ټویوټا کمپنۍ د دغه موټر په جوړولو کې له یوې نوې نظريي څخه کار اخیستی او دغه موټر يي له لرګیو جوړ کړی خو غوره خبره دا ده چې کاروونکي دغه موټر پر سړکونو هم چلولی شي.

د ټویوټا کمپنۍ دغه موټر چی له چاپاني لرګیو څخه جوړ شوی یوازې د دوه کسانو لپاره ډیزاین شوی او د سیټسونا (Setsuna) نوم ورکړل شوی.

دغه موټر د اپریل په ۱۲-۱۷ نیټه کې ترسره کیدوونکی د میلان ډیزاین اونۍ نندارتون لپاره جوړ شوی. د میلان نومې د ډیزاین دغه نندارتون هر کال ترسره کیږي او د نړۍ تر ټولو غوره نظریه او ډیزاینونه په کې نندارې ته وړاندې کیږي.

د ټویوټا کمپنۍ د دغې موټر په اړه وویل چې د لرګیو له ۸۶ ټوټو څخه جوړ شوی او د دغو لرګیو یو ځای کولو لپاره يي کومه ځانګړې ماده نه ده کارولې او له دودیزې لارې څخه ګټه پورته شوې.

که څه هم دغه موټر چلول کیدی شي خو پر سړکونو چلول به يي غیر قانوني وي ځکه چې دغه موټر تقریبا په مکمل ډول له لرګیو څخه جوړ شوی.

د ډیزاین دغه نندارتون لپاره د نړۍ د موټر جوړولو نورو ټولو مشهورو کمپنیو هم ځانګړې موټرونه جوړ کړي او د رقابت لپاره د ټاکل شوې نیټې په انتظار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x