نظــر

د اسلام په اړه تېروتنې؛ لومړی برخه (بنسټ پال)

لیکوونکی؛ داکتر احمد شکیب احمدي
د اسلام او متقابلو ادیانو زده کوونکی

اکثره کفار مسلمانان بنیادپرسته يا بنسټپال بولي، خو مسلمانان له دې پرته چې د بنیادپرسته پر مانا پوه شي، هغوی ته وایي چې نه، زه بنیادپرست نه یم.

اول؛ بنسټ پال چاته ویلای شو؟

بنیاد پرسته هغه انسان ته ویل کېږي چې د یو شي پر بنیادي خبرو پوه شي او عمل ورباندې وکړي. بنیادپرستان دوه ډوله دي. یو ښه او بل بد.

مثلاً که یو انسان بنیادپرسته ډاکټر اوسي، یعنې د طب پر بنیادي خبرو پوه او ورباندې عمل وکړي دا ښه بنیادپرسته دی؛ خو که چېرې یو انسان غل بنیادپرسته و اوسي یعنې د غلا پر بنیادي خبرو پوه او ورباندې عمل وکړي، دا سړی بد بنیادپرسته دی.

تر کومه ځایه چې زما پوښتنه ده زه ویاړم چې بنیادپرسته مسلمان یم؛ ځکه د خپل دین پر بینادي مسایلو پوهیږم او ورباندې عمل کوم.

دوهم: د بنسټ‌پال کلمه له کومه شوه او ولې د مسلمانانو لپاره کارول کېږي؟

د بینادپرسته کلمه لومړی ځل په امریکا کې هغه وخت وکارول شوه چې د کلیسا یوه ډله علماوو ویل دا انجیل د خدای له خوا رالېږل شوی کتاب دی؛ خو بلې ډلې ویل چې باید وویل شي چې نه یوازې انجیل بلکې د انجیل هر لفظ د خدای له خوا رالېږل شوی دی.  هماغه و چې د اعتراض‌کوونکيو لپاره د بنسټ‌پالو کلمه وکارول شوه.

نن اروپایان دا لفظ ځکه مسلمانانو ته کاروي، څو د دې لفظ په سر د عیسویانو تر منځ تفرقه رامنځ ته نه شي، مثلاً په ۲۰۰۳ کال کې د دې لفظ تعریف د اکسفورډ په ډیکشنري کې داسې وو؛

اکسفورډ ډیکشنري؛ بنیادپرسته يا بنسټ‌پال هغه چا ته ویل کېږی چې د یو دین پر بنیادي مسایلو پوه وي او عمل ورباندې وکړي.

خو په ۲۰۰۶ کال کې د اکسفورډ په نوې ډيکشنري کې د بنیادپرسته تعریف داسې بدل شوی وو؛

اکسفورډ ډیکشنري؛ بنیادپرسته هغه چا ته ویل کېږي چې د یو دین په بنیادي مسایلو پوه وي او ورباندې عمل وکړي په ځانګړې توګه اسلام.

نو په دې ډول هغوی خپلې تېروتنې پر مسلمانانو تپي؛ مګر  د بنیادپرسته کلمه کومه خاصه ستونزه نه لري، موږ ویاړو چې بنسټ‌پال مسلمانان یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x