karzai and obama

کابل له سپینې ماڼۍ ناخوښه دی

په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو د موخو د یوالي په تړاو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي اعلامیه د واشنګټن له پلوه په کلکه رد شوه. حامد کرزي اعلان وکړ، چې طالبان او د امریکا حکومت په واقعیت کې لاس سره یو کړی او د دې هڅه کوي، چې افغان ولس وډار کړي او پر دې یې باوري کړي، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د بین المللي ټلوالې د پوځونو تر وتلو وروسته به په هیواد کې حالات یوازې خراب شي. د « روسیې غږ » راډیو مبصر پیتر ګنچاروف په همدې تړاو په خپله تبصره کې داسې لیکي:

داسې ښکاري چې په سپینه ماڼۍ کې له کابل سره په اړیکو کې د پېښو دغه ډول اوښتون ته نه وو تیار. د امریکا د ولسمشر رسمي ویاند جي کارني په همدې تړاو وویل: دغه اټکلونه چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره په سازش کې کار کوي، ټول درواغ دي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې وکیل سید اسحق ګیلاني پر دې نظر دی، چې حامد کرزي د دې لپاره ټاکلي بنسټونه لرل، چې له امریکایانو خپله ناخوښي څرګنده کړي. سید اسحق ګیلاني زیاتوي: د حامد کرزي او امریکایانو تر منځ د اړیکو دغه خړپړتیا نن نه ده راپیدا شوې. دغه خړپړتیا له ډېرې پخوا راهیسې ورو په ورو راغونډېده. امریکایانو هغه ژمنې چې حامد کرزي ته یې ورکړي، یوه هم نه ده عملي کړې. امریکایانو ژمنه کړې وه، چې د بګرام بندیخانه به افغاني لوري ته سپاري، خو دغه کار یې تر اوسه نه دی کړي. د دغه کار د نه کولو لپاره بېلابېلې پلمې کوي. ولسمشر حامد کرزي غوښتنه وکړه، چې د امریکا د ځانګړو دندو پوځیان دې د وردګو له ولایته ووزي. خو امریکایانو دغه غوښتنه هم ونه منله. په نتېجه کې حامد کرزی د ډېر وچ کلک دریځ غوره کولو ته اړ شو. خو زما په نظر، په افغانستان کې په اوسنیو حالاتو کې د دومره وچ کلک دریځ د نېولو اړتیا نشته. ځکه چې دغه کار د مسلو حل یوازې پېچلی کوي.

د حامد کرزي اعلامیه زیاته داسې پروټېسټي کړنې ته ورته ده، چې موخه یې په افغانستان کې د امریکا د سیاست له کړنلارې سره د خپل مخالفت ښودل دي. خبره نه یوازې د طالبانو په وړاندې، بلکې د پاکستان په وړاندې هم د امریکا متحدو ایالتونو پر ناروښانه سیاست روانه ده.

خو سره له همدې ټولو، د ولسي جرګې د وکیل سید اسحق په نظر له امریکا متحدو ایالتونو سره د اړیکو کړکیچن کول او په تېره بیا د ستراتیژیکي انډیوال په توګه د دغه هیواد له لاسه ورکول، د افغانستان په ګټه نه دي. اسحق ګیلاني په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وویل: ښه خو دا وه چې زیات نرمښت ښودل شوی وای، د امریکا اوسني پرابلمونه هم په پام کې نېول شوي وای. دغه ډول چلند زموږ اړیکو ته ګټه رسولای شوه. دا زموږ په ګټه نه دي چې امریکایان هغسې چې له عراق څخه ووتل، زموږ له هیواده هم ووزي او ټولې مرستې راباندې ودروي. زموږ د بودجې په سلو کې تر ۸۰ زیاتې برخې د امریکا متحد ایالتونه ورکوي. که چېرې امریکایان دغه مرستې راباندې بندې کړي، هیواد به مو له ډېرو سترو پرابلمونو سره مخامخ شي. په تېره بیا د اردو او پولیسو په جوړولو کې به ډېرې سترې ستونځې ولرو. که چېرې د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د اردو او پولیسو د لګښتونو له ورکولو ډډه وکړي، دغه کار به وسله وال اپوزیسیون یوازې خوشاله کړي.

د افغانستان پارلمان اوس، له واشنګټن سره د حامد کرزي په زور ازمویلو کې ځان لیرې نېولی دی. خو لکه چې اسحق ګیلاني وایي دغه ځان لېرې نېونه موقتي ده. د ولسي جرګې د اداري پلاوي تر ټاکل کېدو وروسته به ولسي جرګه دغې مسألې ته حتماً ورګډه شي. او په همدې اړه د غږېدو په ترڅ کې زیاتوي: ددې زیاتې هیلې شته چې په راتلونکې اوونۍ کې به پارلمان خپل کار پیل کړي او موږ به ددغې مسألې د څېړلو لپاره حتماً وخت پیدا او بېل کړو. د دغه کار د کولو او ولسمشر ته د داسې وړاندیزونو د چمتو کولو اړتیا بیخي له ورایه ښکاري چې د افغانستان په ګټه تمام شي.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان ولسمشر کرزی د واشنګټن په وړاندې د مخالفت دومره وچ کلک دریځ نیسي. ایا دا به وروستی ځل وي؟ زیاتې نښې نښانې د دې ویندوی دي، چې په دې وروستیو وختونو کې د سپینې ماڼۍ او ارګ تر منځ د اړیکو خړپړتیا دومره لوړې پوړۍ ته ختلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د