په قرآن کریم بوختيا، بې تاوانه سوداګري

عبدالمالک همت

قرآن کریم هغه ښکلی او منلی کتاب دی چي د لوی څښتن جلت عظمته قدیم او غیر مخلوق کلام باله سي، کوم چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته يې په لفظ او معنا رااستولی دی. دا د اسلام همېشنی کتاب او لویه معجزه ده چي د ټولو خلکو لپاره د دې او هغي دنیا یو غوره او بشپړ لار ښود دی. لوی څښتن سبحانه فرمایی:﴿الر كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ﴾[ابراهیم: ۱۴ : ۱]

ژباړه: اى پيغمبره! دا يو كتاب دى چي موږ تاته درلېږلی دی چي ته په هغه سره خلک له تيارو څخه رڼا ته راوباسې،

الر ۟ الف. لام. را،  دغه قرآن داسي يو کتاب دی چي تاته مو (ای پیغمبره) د دې لپاره در لېږلی دي چي ته د هغه (دلارښوونو) په رڼا کي خلک (د کفر، ناپوهۍ او ورکلارۍ) له تيارو څخه (د ايمان، پوهي او سمي لاري) رڼا ته (، یعني د اسلام دين ته) د هغو د پالونکي په امر (او توفيق) راوباسې.

موږ د دې کتاب په تلاوت او لوستلو سره د ورځي او د شپې د لوی څښتن عبادت کوو او په تلاوت سره يې برکتونه او ثواب او بدله ترلاسه کوو، لوی څښتن فرمایی: ﴿إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ (29) ﴾[فاطر: ۳۵ : ۲۹]

ژباړه: كوم كسان چي د الله كتاب (قرآن)لولي (او عمل په کوي) او لمونځ کوي او څه چي موږهغوته روزي ورکړې ده له هغې څخه په ښكاره او پټه لګښت كوي، په يقيني ډول هغوى (به دې سوداګري سره)د داسي يوې سوداگرۍ هيله مند دي چي په هغې كي به هیڅکله تاوان(ډېوالي کېده او هلاکت) نه وي.

په دې قرآن کي زموږ د کړو وړو او ژوندانه د سمون او تنظیم په اړه داسي احکام او لارښووني راغلي دي چي که څوک منګولي په ښخي کړي، ټيګ يې ونيسي او عملي يې کړي، نو ګواکي په یوه داسي ټينګه رسۍ يې منګولي ښخي کړې چي هیڅ شلېده او پرې کېده نه لري. خو که چا له دې احکامو او لارښوونو څخه مخ واړاوه او له هغو پرته يې کومه بله لار واخیسته، نو په ستره ګمراهي سره ګمراه سو.

لوی څښتن خلک له بل دغسي کتاب له راوړلو او تالیفولو څخه عاجزه کړي دي، لکه چي تراوسه پوري هیڅوک نه دي توانېدلي چي د دې کتاب د یوې لنډي سورې غوندي یوه سوره هم جوړه کړي، لوی څښتن فرمايي: ﴿ وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (23) ﴾[البقرة : ۲: ۲۳]

ژباړه: او که تاسي (اى کفارو! د دې قرآن د رشتينولۍ په هکله) چي موږ خپل بنده (محمد صلى الله عليه وسلم( ته لېږلى دى، يو لږ څه شک هم لرئ، نو د هغه (د يوې سورې) غوندي کومه يوه سوره جوړه کړئ، رايې وړئ. او (د هغې په جوړولو کي د مرستي لپاره) له الله تعالى پرته خپل ټول مرستندويان هم دروبولئ که (په خپله ادعا، يعني د دې قرآن په هکله په خپل شک کي) رشتيني ياست.

دغه متبرک کلام په مصاحفوکي لیکلی دی، په زړونو کي ساتلی دی او په خولو او ژبو لوستل کيږي، ځکه نو په قرآن بوختیا ډېر ښه عبادت اوخدای ته د نژدېکت ډېره ښه وسیله باله سي. دا له دې امله چي د قرآن تلاوت کوونکي  یا د هغه په معناوو کي فکر کوونکي ته پر هر حرف باندي لس ثوابه ورکول کيږي.

په دې مبارک کتاب کي الله تبارک وتعالی د هر شي په باب علم ایښی دی. په دې کتاب کی احکام او شرائع سته، په دې کي امثال او حکم سته، په دې کي نصایح، تاریخ او کیسې سته، مطلب په دې نړۍ کي او د ژوندانه په نظام پوری اړوند داسي څه نسته چي د هغه په باره کي دې په اجمالي یا تفصیلی توګه څرګندوني نه وي کړي. لوی څښتن فرمايي :

﴿وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ﴾ [النحل : ۱۶: 8]

ژباړه: موږ دغه كتاب پر تا نازل كړى دى چي په ښكاره د هر شي څرگندوونكى او د مسلمانانو لپاره هدايت، رحمت او زيرى دى.

دا زموږ کتاب، زموږ اساسي قانون، زموږ د لاري مشال دی، نو چي موږ دا کتاب ونه وايو ، نو آيا یهودو او نصاراوو ته به بلنه ورکوو چي تلاوت يې کړي؟ لوی څښتن فرمايي: ﴿وَقُرْآَنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلًا﴾ [الاسراء : ۱۷ :۱۰۶]

ژباړه: او موږ دغه قراّن بېلي بېلي برخي کړی او بیان کړی دی چي ته هغه په وقفه وقفه خلكو ته واوروې. او دا موږ په تدريج سره (د پېښو او احوالو سره سم) نازل كړيدى.

نو څوک چي دا کتاب تلاوت کړي یا يې حفظ کړي یا يې معناوي یا تفسیر ولولي لوی اجر ګټي والسلام.

اللهم اجعل القرآن ربيع قلوبنا، ونور صدورنا، وجلاء أحزاننا ، اللهم اجعله شفيعاً لنا ، وشاهداً لنا لا شاهداً علينا ، اللهم ألبسنا به الحلل ، وأسكنا به الظلل ، واجعلنا به يوم القيامة من الفائزين ، وعند النعماء من الشاكرين ، وعند البلاء من الصابرين ، اللهم حبِّب أبناءنا في تلاوته وحفظه والتمسك به، واجعله نوراً على درب حياتهم، برحمتك يا أرحم الراحمين ، سبحان ربك رب العزة عما يصفون ، وسلام على المرسلين والحمد لله رب العالمين .

تبصرې (3)

  • السلام وعلیکم ورحمة الله
    اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم
    الم (1) ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ

    الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجًا ۜ (1)

    الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ

    هو همدا کتاب دالله تعالی لخوا پرمحمد ص نازل شوی دی چی دیکی دشک اوشبهی اوکوږوالی اوغلطی زای نشته او همدا صحیح کتاب دی او همدا کوی شی انسانان دظلمونو اوتیارو څخه رنایی طرف ته یی وباسی (بس په قران عمل دنجات لاره ده)
    اما چونکه دیری انسانان دیر ظالم اوجاهلان دی چی ددی مبارک کتاب پر احکامو عمل نکوی هماغه دی چی نن دومره وحشت ته رسیدلی چی خپله اوس حیران دی پر کومه نجات پیدا کړی او بیاهم ووایو چی دتیارو څخه وتل دانفرادی په شکل اوجمعی په شکل دقران په واسطه کیږی او بیا که څوک همیشنی اوسیدل په رنایی کی غواړی همدا په قران باندی همیشنی او دوامداره خه په اخلاص دعمل کولو په ذریعه ممکن دی اوبس هر کله چی دقران څخه مخ واړوو نو همدا حال به وی چی نن په تول عالم انسانیت تیاره ظلم بی عدالتی محتاجی هر رقم ته وینی توییدل رنګارنګ مرضونه او دپادشاهانو او روساوو په شکل تر سپیږمو دوب مفسدین ددنیا په ګود ګود کی په عامو خلکو دداکوانو اوبدماشانو راج او حکمروایی چلیږی ددی تولو وجه صرف همدا ده چی انسانان دخپل هوا او هوس پسی اقتدا کړی او هر هغه کار ورته روا خکاری چی نفس یی منی او هماغه یی هدف وی چی نفس اوشیطان ورته امر کوی فلهذا دا حالات په خلکو دخپلو عملونو له وجهی مسلط شوی او تر سو چی تول دزړه دصدقه توبه ونه باسی او اصل اسلام ته ونه ګرزی نو ددی حالاتو بدلون څ ووایم نو! خوخیر بیاهم الله دیر مهربان ده چی مونږ اوتولو ته هدایت وکړی اما دا چی خلک بعضی احکام منی اوبعضی بیا نه منی لکه مخکینی قومونه
    أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85) أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ (86)

    نو که اوس تول سړیان او خزی خان اوغریب حاکم اومحکوم دامبارک قران ته رجوع وکړی او د همدی په هدایاتو دخپل ژوند برابولو هڅه وشی اوتول احکام یی ومنی نو حتما دیر زر په انفرادی شکل او جامعه کی دیره رنا عدالت خوشخبختی اوسوکالی خوره شی او اصلی هدف چی دالله رضا او اخرت ده دیر خه به حاصل شی مننه

  • ګران ورور محمد عبدالله صاحب!
    وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
    ستا خبري بالکل درستي دي او خبره هم همدغسي ده موږ باید قرآن کریم په بشپړه توګه پر ځانونو پلی کړو، د هغه له دښمنانو څخه خپله لار بېله کړو او کوښښ وکړو چي له هغو کسانو څخه نه سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم شکايت ځني لري او فرمايي: ﴿ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَـٰذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا ٣٠﴾ [الفرقان ٢٥ :٣٠]
    تفسيري ژباړه: (زموږ پيغمبر صلی الله علیه وآله وسلم، د قرآن کریم سره د خلکو د چلند او برخورد د څرنګوالي په اړه شکايت کوونکی عرض کوي چي) ای زما پالونکې (ربه!) زما قوم دغه قرآن(چي د دوی د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ ډېره ښه وسيله وه) پرې ايښی (د هغه لارښووني يې له پامه غورځولي ، فکر نه پکښي وهي ، نه عمل په کوي او نه حکم).
    مفسرين کرام فرمايي:” وفي الآية تخويف عظيم لمن هجر القرآن فلم يعمل به “. (په دغه آيت کي هغه چا ته چي قرآن ترک وهي او عمل نه په کوي لویه وېرونه ده). (التفسير الميسر او د طنطاوی تفسير الوسيط).

  • هو محترم همت صاحب بالکل همداسی ده سنګه چی تاسو ویلی
    دا ایتونه دیر واضح دی اومونږ باید فکر وکړو هر کله چی محمد ص زمونږ شفاعت ونکړی او برعکس دالله په نزد زمونږ شکایت وکړی اوزمونږ پرخلاف مدعی شی چی دا خلک قران اودقران احکام یی ترک کړی یا پریخی ول نو الله اکبر دا به څه رقم ته حالت سره مخ شو او بل زای کی همداسی مبارک ایتونه دکومو خلکو چی دالله لخوا رالیږل شوی ایتونو هدایت احکام ته ته توجه نکوی نو زان ته ددنیا واخرت دناکامیو متوجه کول دی
    قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ (123) وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ (124) قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَىٰ وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا (125)قَالَ كَذَٰلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا ۖ وَكَذَٰلِكَ الْيَوْمَ تُنسَىٰ (126) وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِن بِآيَاتِ رَبِّهِ ۚ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَىٰ (127) طه
    همدا حال دی خو افسوس چی خلک بل طرف ته منده وهی او دا کوم خلک چی زانونو ته دمسلمان خطاب هم کوی خصوصا حکمرانان اودقدرت خاوندان او بیا په توله معنی قران ته شا ګرزولی نو افسوس پر دغه حالت چی نن امت اسلامی ورسره مخ شوی اوځنی خو بیا لا چرت نه ورخرابوی اودکفارو غاړه تر غاړه وتلی او دمسلمانانو وژلو ته لاسونه بر وهلی او همدا ده چی دکفارو غلبه ده او دا زمونږ دخپلو غلطیو اوددنیا مینه دمرګ څخه ویره او دحق خبری نکول او ددنیا قربانی نه ورکول اودکفارو په تبلیغاتو اورادیو اوتلویزونونو خطا کیدل اودکفارو په دوستی نیول اودهغوی دژوند طور طریقی اختیارول اوعیاشی کول او ړوند تقلید دکفارو اودیر نور شیان کول چی داسلام داصل سره سمون نه خوری نو اکثره مسلمانان یی همدی حالت ته ورساوو
    مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَٰلِكَ لَا إِلَىٰ هَٰؤُلَاءِ وَلَا إِلَىٰ هَٰؤُلَاءِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا (143) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا (144) إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (145)النساء

    خو بیاهم مونږ الله ته امید لرو ولوکه لږ ځند وروسته وی خو چی نور ددی امت دعروج نیټه شروع شی
    نو ددنیا واخرت کامیابی صرف په همدا قران اوسنت رسول باندی دعمل کولو اودیو امت په شکل پر حق او دالله پر دین دمتحد کیدلو اودکفارو سره دمقابلی په واسطه امکان لری او دا قران دی چی اخروی او ددنیایی تول ژوند سمولو لاری چاری مونږ ته خوولی اودهر مشکل څخه دوتلو لاره پکی شته خو چی ورته خه په اخلاص رجوع وشی او مونږ امید لرو چی انشاالله یو واری بیا دا دعدالت اوحکمت څخه دک دقران احکام اوحدود په مکمله معنی پرتولو انسانانو عملی شی او دکفارو جامی ورماتی شی او یا هم هدایت او یا مغلوب شی تر سو دی دنیا کی روان کړی فسادونو اوظلمونو مخه یی دب شی او دالله مخلوقات خصوصا عالم انسانیت ددوی له شر څخه په امان شی ګرچی ددی کار کیدلو حتمی زیری شوی ده نو که مونږ ژوندی واوسو او کنه کیږی خو چی ژوندون کی مو وشی نو خوند به وکړی او په اخره کی چی الله تعالی مخاطب کړی یو نو ایا داسی سوک شته
    وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ القمر

    الله رب رحیم دمونږ اوتاسو تول مسلمانان پرخپل هدایت او رحم
    مستقیمی لاری ته برابر کړی اومونږ اوتاسو تولو څخه رضا شی