fbpx

زمونږه ګران افغانستانه

نعمت الله پټانزی

ته دتاریخ لویه صفحه یې

نعمت الله پټانزی

     نعمت الله پټانزی

ته پرنړې جګه شمله یې

دهرافغان دزړه اسره یې

ټوله نړۍ باندې سلطانه

زمونږه ګران افغانستانه

****

ته دآسیاپه زړه کې لمریې

دخپلواکۍ مهم خبریې

پروت هم په لراوهم په بریې

د تاریخونو قهرمانه

زمونږه ګران افغانستانه

****

ته نوم د ننګ اوشهامت یې

ته کوردتورې اوغیرت یې

ته نمونه دشجاعت یې

ټوله نړۍ له تاقربانه

زمونږه ګران افغانستانه

****

تافتحه کړي ؤ ملکونه

مشهد، ډهلی غوندې ښارونه

تاترې راوړي ؤتاجونه

اوس یې په ځان پورې حیرانه

زمونږه ګران افغانستانه

****

نړۍ آسمانه پورې ولاړه

ته دبچوله لاسه ژاړه

سویوزخمو ته دواء غواړه

نن لوټې لوټې شوې ویرانه

زمونږه ګران افغانستانه

****

اوس دخدمت باندې نازیږم

ستاآبادئ ته هوسیږم

په نیکمرغۍ  دخوشحالیږم

ځان به کړمه خاورې تا ودانه

زمونږه ګران افغانستانه

****

دعزت خاوره یې پتمنه

نور دجوړ غواړمه  وطنه

له هردیار او هر ختنه

د(پټانزی) دزړه درمانه

زمونږه ګران افغانستانه

****

نعمت الله( پټانزی)

۱۳۹۵/وری/۱۶-وردګ،دپټان خیلوکلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د