افغانستان

حزب اسلامي د افغانستان څخه د بهرنیانو د وتلو له شرطه تېر سوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ ل): په کابل کي د حزب اسلامي د سولي پلاوي مشر محمدامین کریمي وایي چي د افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل ددوی شرط نه دی.

تر دې وړاندي د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو ځینو ویډیويي پیغامونو کي ویلي وه چي دوی تر هغې د سولي خبرو ته تیار نه دي تر څو چي د افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریمي اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چي د افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل ددوی شرط نه بلکه هدف او اصل دی چي خبري ورباندي کیدای سي، نوموړي زیاته کړې چي حزب اسلامي شرطونه نه لري خو ځیني اصول لري چي پر هغوی به خبري وسي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د راتګ وروسته د افغان حکومت سره مخالفت وښود او جګړه یې پیل کړه، ویل کیږي چي نوموړۍ په پاکستان کي دی خو کابل ته راغلی پلاوی بیا وایي چي نوړۍ د افغانستان دننه اوسیږي.

د محمدامین کریمي په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د سولي پلاوی کابل ته ددې لپاره رسېدلی تر څو د افغان او بهرنیو چارواکو سره د سولي په اړه خبري وکړي، د دولت جګپوړو چارواکو په خبرو کي د پرمختګ خبرونه ورکړي او وایي چي ډیر ژر به د حزب اسلامي ګوند د سولي له بهیر سره یوځای سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

حزب اسلامي چې د بین الافغاني تفاهم په بهانه د اشغالګرانو په لاس جوړ فاسد حکومت ته مشروعیت ورکوي، لومړی دې بین الاحزاب (د ارغندی حزب اسلامي، د فاروقي حزب اسلامي، د همدرد حزب اسلامي، د وقاد حزب اسلامي، د محمد خان حزب اسلامي، د جریر حزب اسلامي، د بهیر حزب اسلامي، د هلال حزب اسلامي، د حکمتیار د زامنو حزب اسلامي، د حکمتیار صیب حزب اسلامي او داسی نورو) تر منځ تفاهم وکړي، دا چې خپله حزب اسلامي ویشلي، پاشلي، متفرق او د هر مسلمان او کافر د خندا دی ، نو د بین الافغاني تفاهم په بهانه یوازی… نور لوستل »

pattang

نو رڅه د وېيلو وړ ندي ، هغه متل دی چې وایې:
خدای پاک چې څوک شرموي نو په تخته یې مرداري ځي !!
حزب اسلامي لکه دافغان ملت ګوند تل دې قدرت وږی وو !!

احمد

هغه دری څلور ورځی مخکی دعادل په نامه کس دحزب دموقف نه دفاع کړی وه ما ورته ځواب لیکلی وو ۰ اوس ورته وایم عادله وګوره که سترګی لری او دازاد اوغیری چابیره شوی ماغزو څښتن یی وګوره دحکومت یار صاحب بدلون دی دخپل اصلی مسیر نه داوښتو صرف ددنیایی هدف دلاس ته کولو لپاره مونږ خو دداسی کمزوریو دده په لسهاو ځلی شاهدان یو نه پوهیږم چی ته او تا ته ورته کسان بیا ولی سترګی پټوی ۰خو قران داسی خلکو ته وایی چی دوی کاڼه دی حق نه اوری دوی ړانده دی حق نه وینی

مجاهد

هغه چا چه داشغلګرو د راتګ سره ملتیا لرله ، دوی ته یی معاشومه او مقامونه ورکړل او ورکوی ، د کابل بینک یی ورته ډالۍ کړو ، حکومتیار ته یی د باګرام په نظامی بیس کی د ګلخانۍ مانی په واک کی ورکړی وه د امریکایانو د سپیشل فوځ له خوا یی ساتنه او څارنه کیدله ، دغه حکومتیار اصلا د اشغالګرو وتل نه غواړی د اشغالګرو وتل خو د دوی مادی ځانوژنه ده ، معنوی ځان وژنه خو یی له څلور لسیزو پيل شوی ده. دغه د سولی خبری نه دی بلکه حکومتیار ته د داعشی اربکانو مشری… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x