ټکنالوژي

له وټس اپ (WhatsApp) څخه مننه وکړئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): وټس اپ (WhatsApp) خپل مسینجر کې د اینډ ټو انیډ انکرپشن (End to End Encryption) ټکنالوژي معرفي کړی چې له دې وروسته که چیرې حکومت وغواړي بیا هم د کاروونکو معلومات نه شي ترلاسه کولی.

وټس اپ د امنیت دغه ټکنالوژي خپل د مسینجر په نوی اپډیټ کې ځای پر ځای کړی چې په مرسته يي د کاروونکو په پیغام، ویډیو، غږیز پیغام او زنګ وهلو کې هیڅوک مداخلت نشي کولی.

وټس اپ رسنیو ته ویلی چې اوس یوازې د پیغام استوونکی او ترلاسه کوونکی استول شوی پیغام کتلی شي او تر دې چې وټس اپ خپله هم استول شوي پیغامونه نشي لوستلی.

وټس اپ وویل چې د دغو خدمتونو وړاندې کولو لپاره يي نوی ټکنالوژي اپډیټ کړی ځکه چې دوي د کاروونکو د اسنادو او اړیکو حفاظت او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.

د کمپنۍ د بیان پر بنسټ د وټس اپ له نوی ورژن څخه پر هر استولی شوی پیغام، تصویر، ویډیو، فایل، غږیز پیغام او زنګ د اینډ ټو اینډ انکرپشن ټکنالوژي تطبیق کیږي چې په دغې جملې کې ډله ایز پیغامونه هم شامل دي.

وټس اپ همداراز وویل:« په دې وروستیو کې مونږ د انکرپشن خدمتونو او قانون نافذوونکی ادارو سره ډیر زیات بحث کړی. مونږ د امنیتي ادارو کوم چې خلک خوندي ساتي د اهمیت احساس لرو خو انکرپشن کمزوری کولو سره د کاروونکو د معلومات د غلا کولو خطر نشو زیاتولی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x