چارواکي: په ډنډ شهاب الدین کي طالبان پر مخ روان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ ل): طالب ځواکونو د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په ډنډ شهاب الدین سیمه کي د پولیسو او اربکیانو پر مرکزونو بریدونه کړي او ځیني سیمي یې یوځل بیا د دولتي ځواکونو څخه نیولي دي.

ځایي چارواکي وایي چي د تېري یوې اونۍ راهیسي د پولیسو او اربکیانو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه دوام لري، دوی وایي چي په جګړه کي دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتي او طالبانو ځیني سیمي نیولي دي.

د بغلان والي عبدالستار بارز د رسنیو سره په خبرو کي وویل: موږ د سیمي څخه د جګړې راپورونه ترلاسه کړي، په جګړه کي پنځه طالبان وژل سوي او د امنیتي ځواکونو لاس ته ځیني وسلې هم ور رغلي دي، زموږ دوه سرتیري هم وژل سوي چي په هغوی کي یو د ملي اردو او بل د پولیسو سرتیری دی.

پر همدې مهال ځایي چارواکو د مرکزي حکومت څخه غوښتي تر څو سیمي ته نور ځواکونو ولېږي او په ډنډ شهاب الدین سیمه کي یې ځای پر ځای کړي، چارواکي دا ویره ښه یې که چېري تازه دمه ځواکونه ونه لیږل سي نو سیمه به یوځل بیا د طالبانو لاس ته ولویږي.

د سیمي اوسیدونکي وایي چي د کال په پیل کي د افغان ځواکونو عملیات په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کي ناکامه سول ځکه نو اوس یوځل بیا طالبان دغو سیمو ته راغلي او اربکیان یي مقابله نسي کولی.

طالبانو هم په سیمه کي د جګړې خبر ورکړی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چي د دوشنبې (وري، ۱۶مه) په شپه دوه بجې ددوی ځواکونو په ډنډ شهاب الدین سیمه کي پراخ تعرضي بریدونه پيل کړي، نوموړۍ وایي چي په جګړه کي یې د اربکیانو څلور مهم مراکز نیولي او ۱۱ تنو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

مجاهد وړاندي لیکلي چي په جګړه کي مو دوه ټانګونه تخریب کړي او ځیني وسلې مو هم نیولي دي.