نظــر

د کرزی صاحب د حکومت ناهیلی

د نن سبا د خبرونو سرټکی دادی چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ټولو فوځونو پر ایستلو غور کوی، طالبانو خپل دفتر په قطر کی تړلی او هند هم افغانستان حکومت ته د وسلو له ورکړی انکار کړی.

دا ټولی خبری تصادفی نه دی او د حامد کرزی اداری ته دا ښودل کیږی، چې لږ فکر وکړی او ځان د ډاکټر نجیب له برخلیک څخه وساتی، خو کرزی د داسی ټیم په منځ کی راګیر شوی دی چې اوس یی ورنه خلاصون د ده په ژوند محال ښکاری او موږته یو ځل بیا دا خبره ثابتوی، چې خپل عمل د لاری مل دی.

څوک چې په غلو ټوپک سالارانو او وطن پلورونکو خپل قدرت ساتی، پایله به یی همداسی وی، لکه نن چې کرزی صاحب ورسره مخاخ دی، چې یوی خواته پاڼ دی او بلی خواته یی پړانګ دی.

که امریکا خپل ټول عسکر د افغان حکومت د فساد او بی کفایتی له کبله له دی ملک وباسی، دا ملک به یو ځل بیا په هغه سرنوښت اخته شی، لکه څنګه چې د روسانو له وتلو ورسته اخته شوی وو، د طالبانو جهاد به هم د تنظیمی جهاد په شان بی ځایه او ناحقه وخیژی. موږ به یو ځل بیا د خپلو ګاونډیو چې هر یو یی زموږ له پاره د یوه قصاب حثیت لری، تر چاړی لاندی شو او دا ځل به چاړی تر زموږ تر هډوکو هم تیره کړی.

زه نه پوهیږم چې د نړی ابر قدرتونه په سر کی امریکا د افغانستان غوندی یوه سوالګر او ورسته پاته هیواد ته څه اړتیا لری او ولی باید خپل فوځیان دلته ووژنی؟ او دا خبره هم د غور وړ ده، چې د ښاغلی حامد کرزی حکومت په څه شی دومره نازیږی، چې له امریکا سره ډغری وهی؟ هغه د امریکایی لیکوال خبره کرزی پر هغو لاسونو چې ده ته ډوډوی ورکوی، خوله لګوی او پر ځان خپل رزق په خپله دروی.

ښاغلی کرزی د دی له پاره چې له پاکستان سره مقابله وکړی، هند ته مخه کړه، خو هندوان هم دومره بی عقل نه دی او د ده هغه خبره یی ښه په یاد دی، چې ویلی یی وه که څوک پر پاکستان حمله وکړی، موږ به له پاکستان سره ودریږو. ځکه نو یی ښاغلی کرزی ته داسی ځواب ورکړ، چې اوس لاره ورباندی ورکه ده، چې له چا او کوم هیواد څخه مرسته وغواړی، ځکه دی سړی هیچاته هم روغ زړه نه دی ور پرايښی (خپله خوله هم کلا ده او هم بلا). له یو خوا ناری وهی، چې زموږ دوښمن پاکستان دی او له بلی خوا که څوک د ده پر دوښمن حمله وکړی دی له خپل دوښمن سره دریږی او د خپل دوښمن دفاع کوی، دې ته وایی افغانی غیرت!

طالبان چې په دی دولسو کلونو کی خبرو ته نه حاضریدل او چې حاضر شول نو د افغان حکومت له نخرو سره مخامخ شول. طالبان په دی پوهیږی، چې امریکایان او غربیان به تر قیامته دلته نه وی او په کومه ورځ چې غربیان له دی ملک څخه وزی، هغه ورځ به د دی حکومت ورستی ورځ وی! انا للّله هی و انا الیه راجعون.

حاکم ټیم په سیاسی منطق کی صفر وړی دی، او سیاسی مخالفان له دې حکومت څخه هوښیار ځکه ښکاری، چې هم له حکومت سره دی او هم سیاسی مخالفین دی میم زرما ټوله یی زما.

که په ۲۰۱۴ کی ټول امریکایی فوځیا ن ووزی او انتخابات هم په همدی کال تر سره شی، نو دا به د دی ملک له پاره د دنیا د نقشی څخه د نابو دی ورځ وی او هغسی قومی او ژبنی دوښمنی به را منځ ته شی، چې هغه د چا خبره د وینو لښتی به وبهیږی، نو مخکی له دې چې اوبه تر ورخ واوړی او هر څه ګډوډ شی، کرقول والا مشر ته په کار ده، چې که يې تر خپلی خولۍ لاندی که یوه څه عقل هم پاته وي، په کار واچوی او نور د خپل غله ټیم خبره ونه منی ځکه د ده ټیم به د حساب او کتاب په صورت کی لمړنۍ بایلونکی وی، نو ځکه له خبرو او سولی څخه په ویره کی دی او په خپله ږیره کی له ورایه ورته خس ښکاری.

عبدالله خان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x