
غزل: م. ثاقب
م. ثاقب
د غزا غزاله درومي بيا د مينې تر درشله
حماسه د اريانا يې فلسفه د عشق ګڼله
د بدلون ايات يې ليک و د مرموز حسن پر پاڼه
د بريا حراء ته وحې يې غازي جبريل راوړله
واړه غرونه سندريز وو، داؤدي ترنم خپور و
چې شرنګا د شنو بنګړو يې ربابي نغمه غندله
په لمانځه کې د جهاد يې برندې سترګې لکه وينې
شوه جومات د انقلاب کې د پاڅون مسته غزله
فدايي يو څو وګړي يې باڼه وو درګې درګې
له نيازبينو سترګو تاو يې څومره ښکلې حلقه وله
د بري په تور اوربل يې وو سرکي ګلان ټومبلي
بيا د وينو وريښمن پوښ کې په لار ړنګ بنګه تلله
په کعبه څېره يې خپور دی دروند حجاب د تورو زلفو
د سينې په حرم پروت يې لونګين سجده کوله
د ښکلا سرخي يې ښکاري په غازي کشميري شونډو
د هندي سلګو بدرنګه قافله ترې کوچېدله
په لمن د ازادۍ يې وو، کتار غمي ګنډلي
څو زلمو ته يې د پیغلې ملالۍ ټپه ويله
ژوند يې څنډ واهه له څڼو مرګ د تاندو غشو ژڼو
چې چانټه د خراسان به پرې له ورايه ځلېدله
چې د خيال د قلم اوښکه د ثاقب شوه مرغلره
په ګرېوان يې د غزلې روڼ امېل ته غړېدله