افغانستان

شهید ریان تر اختطاف وړاندې د پوهنتون ادارې ته شکایت ثبت کړی و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون کمیشنر وايي چې شهید ریان د هغه تر اختطاف وړاندې د پوهنتون ادارې ته شکایت ثبت کړی و.

عبدالرحمن هوتک د شهید ریان په یادغونډه کې وویل چې په کندهار کې د دوی دفتر په لاسته راوړیو معلوماتو کې ښيي چې بشير احمد ریان تر اختطاف کېدو وړاندې د پوهنتون ادارې ته شکایت ثبت کړی و او خبر يې ورکړی و، چې د پولیسو له لوري تعقبېږي.

ښاغلی هوتک وویل چې دوی د شهید ریان د قضيې په اړه ارام نه دي ناست، خو تر اوسه يې امنیتي مسوولینو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

هغه وویل چې د دوی د «۲۰۱» نمبر مکتوب په وسیله د کندهار د ملي امنیت ادارې ته د شهید ریان د قتل په اړه خپلې پوښتنې او غوښتنې سپارلې خو تراوسه يې ځواب نه دی ورکړل شوی.

نوموړي د کندهار امنیتي مسوولین ملامت کړل چې د دوی د شعارونو په څېر د ښار وضعیت هغسې نه دی، نوموړي وویل چې څو ورځې وړاندې يې هم دفتر ته یوې مېرمنې شکایتونه ثبت کړي چې له نږدې اتو میاشتو راهیسې يې د خاوند درک نشته.

یاده دې وي نن کابل مېشتو لیکوالو او ژورنالیستانو د شهید ریان پر یاد غونډه جوړه کړې وه، چې پکې د نوموړي پر ادبي او ژورنالیستکي هڅو هم خبرې وشوې.

شهید ریان نږدې دوه میاشتې وړاندې له کندهار پوهنتونه اختطاف او تېره اوونۍ يې جسد وموندل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
haqmalkhan

allah di da kufar taba kari

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x