
غزل: عبيدالله شينواری
عبيدالله شينواری
بیګاپه دغه کلي کې ژړا وه کرۍ شپه
دکوم غریب په کوربه ټکه بیا وه کرۍ شپه
بچی یې ترماښامه کورته رانغی خفه وه
سپين سرې مورکۍ یی وارخطا وه کرۍ شپه
یو چا پکې بیګا ملاامام و شهید کړی
د کلې په مسجدکې چې غوغا وه کرۍ شپه
د کوم ظالم د لاسه دا حالات په مونږه راغلل
سودا راسره ټوله شپه همدا وه کرۍ شپه
چې بیابه پکې څو زلمي مړه شوي وي عبیده
ضربې دماشین ګڼو وې درزا وه کرۍ شپه