د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مشر؛ رحيم الله سمندر، د شهید ریان يادغونډه کې

سمندر: د ژورنالیستانو ټولنه د بشير احمد ریان د قتل پوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر وايي چې دوی په کندهار کې د محصل، ژورنالیست او لیکوال شهید بشیر احمد ریان د قتل پلټنه روانه کړې ده.

د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ناستو په تالار کې د بشير احمد ریان یادغونډه کې وویل چې له خبريالانو سره وضعیت خواشينوونکی دی.

نوموړي د بشير احمد ریان وژنه یو جنایت وباله او د کندهار پر چارواکو يې غږ وکړ، چې له لیکوالو او ژورنالیستانو سره دې په کاري برخه کې همکاري وکړي.

رحیم الله سمندر وويل چې دوی د خپلو مسوولیت له مخې او د ژورنالیستانو د ټولنې د مشر په توګه په دې هڅه کې دي چې د ریان د قتل په اړه پلټنه وکړي.

نوموړي د ریان وژنه یوه مرموزه وژنه وبلله او ويې ويل چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې زبیر خاکسار هم د ورته پېښې قرباني شو.

سمندر پخپلو خبرو کې د شهید بشير احمد ریان ژورنالیستکي او ادبي هڅې وستایلي او پر دې يې خواشيني څرګنده کړه چې له دې طبقې سره لا هم ناانصافي راونه ده.

دوه ویشت کلن بشير احمد ریان د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د نعیم کلا اوسېدونکی و، د کندهار پوهنتون د دری ادبیاتو د وروستي کال محصل او د خبريال ویبپاڼې همکار و.

ريان نږدې دوه میاشتې وړاندې د ازموینې له ډګره وتښتول شو او تېره اوونۍ يې جسد وموندل شو، نوموړي پخپل کم عمر کې نږدې ۱۷ چاپ او نا چاپ اثار درلودل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د