نظــر

ولسمشر خپلې خودخواهۍ له خپلو وزيرانو سره اخته کړی

karzai dostam

ويل کيږي چې په دې نږدې وختونو کې د ښاغلي کرزي د کابينې کوم وزير د يوهيواد سفارت ته د هغه سفارت د سفير سره دليدلو له پاره تللی وو. کله چي کرزی د کابينې د وزير له تګ او په سفارت کې له مجلس څخه خبريږي، سمدستی يې ورغواړي او ورته وايې چي ته ولي پلاني سفارت ته تللی وي؟

وزير ورته وايې چي ښاغلی ولسمشره! زه يې مجلس ته غوښتی وم او د وزارت اړوند کړنو او د وزارت د پرمختګ او اضافي بودجي اړوند مسئلو مو خبري سره کولي.

ښاغلی ولسمشره! د هغه سفارت خلک په اونۍ کې دوه درې ځله تاسي سره په ارګ کې وينې او دلته هر وخت تاسي ته راځي، هغوی بلد دي او زموږ سره مرستندويه او همکار دي وايې چي ولسمشر کرزي خپل د کابينې وزير ته وويل، چي دا بېله خبره ده چي د سفارت څخه دلته زما ليدلو ته کسان راځي، خو تاسي حق نه لرئ چي سفارت ته ورشئ او هلته د هغوی سره مجلس وکړئ چي بيا ځل دغسي خبري وانه ورم.

څو مياشتي وړاندي سرچوک اوازه وه، ممکن چي تر يو حده به رښتيا هم وه چي د کرزي د کابيني غړی د پوهنې وزير فاروق وردګ غواړي چي په راتلونکو انتخاباتو کې ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي. خلکو خو لا دا هم ويل چي د فاروق وردګ ورور انجنير شيرولي (د ولسي جرګې غړی) وايې چي وردګ صاحب به ولسمشر شي او زه به د پوهني وزير شم

کرزي صاحب ته هم داخبره رسيدلي وه، له ډيري غصي نه پوهيدی چی په څه ډول چلند وکړي، بيچاره ددی واک هم نه لري چي کوم وزير ليري کړي او نه امريکا دغه صلاحيت ورکړی. داچی د فاروق وردګ د ليري کېدو صلاحيت او واک يې نه درلود نو خپل د زړه بړاس يې د وزيرانو شوری په غونډه کې په دي ډول ايستلي وو. بحث د امنيتې ستونزو په اړه وو، غوښتنه داوه چي هغه وزيران چي مخکې وزيران وو اوس په کور ناست دی او معينان چي په ځانګړي ډول د جارالله منصور پخوانی د کليو د پراختيا وزارت معين په اړه خبره شوی وه چي ساتونکې ورته ورکول شي، او دکور له پاره خرڅه.

وايې چي ښاغلی کرزی چی ددي په خاطر چي ممکن فاروق وردګ به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کانديد کړي، په کابينه کې د ټولو وزيرانو په شتون کې د مجلس په مابين کې وويل چي سبا به فاروق وردګ هم په وزارت کې نه وي په کور به ناست وي بيا به زه ده ته هم ساتونکې او خرڅه ورکوم؟

وايې چي د پوهني وزير فاروق وردګ ور غبرګه کړه چي جلالتمآب رئيس جمهور صاحب! زما پرواه مه کوه، زما په اړه ډاډه اوسه زه که له دي ځايه ولاړم په غره کې هم اوسيدی شم، په کلي کور او هر ځای کې اوسيدلای شم، خواه مې تاته بديږي چې که له ارګ څخه ؤځي بيا داوسيدو ځای هم نه لري

د حنيف اتمر خبره خو ډيره وړاندي وه، چي کله هغه دامريکايانو د پام او ترحم وړ وګرځيد، د کورنيو چارو وزير شو، د امريکا او نورو هيوادونو سفارتونو اړيکې ورسره ټينګي کړي، ويل کيدل چې انتخاباتو کې به د ولسمشرې چوکۍ له پاره کانديد وي، کرزي په ډير مهارت او چل سره امريکايان راضي کړل او اتمر يې له وزارت څخه پسي واخيست. اوس چې د قطر دفتر پرانستل شو، او د سولي اړوند خبري ممکن چې نتيجه ورکړي، ښاغلی کرزی چې غواړي دوه نور کلونه هم په واک کې پاتي شي، او د لاندي لارو څخه ممکن استفاده وکړي

لومړی: داسي ويل کېږي چې ښاغلی کرزی به لويه جرګه راوغواړي د دوو نورو کلونو له پاره به د ولسمشر کېدو موافقه او په اوسني اساسي قانون کې دهمدي مادي اړوند چي له دوه ځله زیات چاته د کانديد کېدو حق نه ورکوي تعديل راولي

دوېيم: د لويې جرګي څخه به ښاغلی کرزی وغواړي چې د رياست اوړوند ماده پارلماني حکومت جوړولو باندی تعديل کړي، چې ممکن اوسنی لومړی مرستيال محمد قسيم فهيم به ولسمشر او ښاغلی کرزی به لومړی وزير شي

درېيم: په ټول توان سره به ښاغلی کرزی هڅه وکړي چې دده له وروڼو قيوم کرزي او محمود کرزي څخه کوم يو يې راتلونکی ولسمشر جوړ شي، لومړی انتخاب به يې قیوم کرزی وي.

داسي ګنګوسي دي چې همدا اوس د لويې جرګې پر خېمه کار روان دی، د خيمې ترميم کېږي، او د لويې جرګي له پاره د دغي خيمې رغونه کېږي داسي هم ويل کېږي چي نږدې درې مياشتي مخکې ښاغلي کرزي صاحب د لويې جرګې د دائيريدو له پاره کميسون ټاکلي او د ولسواليو څخه يې کسان په نښه کړي چي له هرې ولسوالې څخه به ۲۱ تنه په لويه جرګه کې ګډون کوي. په ولسواليو کې دائيريدونکې لويې جرګي ته په نښه شوو کسانو ته له څو مياشتو راهيسي دولتی امتيازات ورکول کېږي، ترڅو د جرګي پرمهال ښاغلی کرزی وتوانيږي چې دده دخوشي پريکړي ورباندی وکړي.

داسي هم ويل کېدل چي په راتلونکې لويه جرګه کې به د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د قرارداد لاسليک کولو موافقه له دغو کسانو څخه واخستل شي، اوس چې امريکا نه غواړی له اوسني افغان حکومت سره په ستراتيژيک تړون خبره وکړي، نو د لويې جرګې کار به پورته يادې شوي درې مسئلي وي.

لس کلونه يې طالب له نړيوالی ټولنې څخه ورک کړی وو، طالب يې نامعلوم، له نړۍ او خلکو څخه پټ مجهول او له چاسره د نه خبرو کولو مخلوق معرفي کړی وو. دا ټول ددي له پاره چي ځان په واک کې وساتی د افغان ملت دخوښي پرخلاف د يرغلګرو تر چتر لاندي حکومت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx